لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: په علي وزیر فرد جرم ولګول شو، هغه د صحت جرم نه انکار کړی


د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مخکښ مشر علي وزیر باندې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د کال 2018 په يوه مقدمه کې فرد جرم ولګولو خو علي وزیر د صحت جرم نه انکار کړی دی.

د علي وزیر وکيل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د ترهګرۍ ضد عدالت نمبر لسم نن د ګل/دوشنبې په ورځ (20 ستمبر) په علي وزیر د کال 2018 د مې په مياشت کې جوړې شوې مقدمې اورېدنه وکړه او په هغه يې فرد جرم ولګولو خو علي وزیر د صحت جرم نه انکار وکړو.

هغه وويل عدالت د دغه مقدمې د اورېدنې دپاره بله نېټه د اکتوبر د مياشتې دوېمه وټاکله او په دغه نېټه به عدالت ته ګواهان وړاندې کولی شي.

په علي وزیر او محسن داوړ او ورسره دوه نورو کسانو د کال 2018 د مې په مياشت کې د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې مقدمه درج شوې وه.

دغه مقدمه هغه وخت درج شوې وه چې پي ټي اېم په کراچۍ کې په 13 مې 2018 د يوې جلسې اعلان کړی او د دغه جلسې دپاره يې په کراچۍ کې کمپاين کولو.

قادر خان اېډوکېټ وايي، په دغه مقدمه کې د علي وزیر او محسن داوړ سره د دوه نورو کسانو پرضد د رياست پرضد وېنا، خلکو راپارولو او اړي ګړي د جوړولو د مادو ترڅنګ د ترهګرۍ مادې لګول شوې وې.

د نوموړي په وېنا په ياده مقدمه کې علي وزیر د روان کال جولايۍ په میاشت کې عدالت ته وړاندې شوی وو.

علي وزیر د تير کال 2020 د دسمبر په شپږمه په کراچۍ کې د پي ټي اېم د جلسې پرضد جوړه مقدمه کې بنديوان دی.

ياده مقدمه چې د علي وزیر د پي ټي ايم د مشر منظور پشتون، محسن داوړ او نورو پرضد درج شوې علي وزیر په دغه مقدمه کې په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او کراچۍ ته يې راوستی وو.

په ياده مقدمه کې د علي وزیر د نیولو وروسته په کراچۍ کې د پي ټي اېم يو شمېر غړي نيول شوي خو هغوی ټول بيا په ضمانت پرېښودی شوي او د علي وزیر ضمانت اول د ترهګرۍ ضد عدالت او بيا د سيند هايکورټ رد کړی وو.

د علي وزیر د وکیلانو په وېنا د هغه په ضمانت د خوشي کولو دپاره يې بل خواست سپريم کورټ ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG