لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بابر افتخار: د طالبانو سره پرله پسې په رابطه کې يو چې خپل امنيت يقيني کړو


د پاکستان د پوځ وياند ويلي د خپل امنيت يقيني کولو دپاره تل په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کي يو، طالبانو د افغانستان د خاورې د بل چا پرضد نه کارېدو په باور د شک هيڅ علت نشته.

د اردو نيوز وېب پاڼې سره په مرکه کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي، طالبانو څو ځله تکرار کړې چې کومې ډلې يا ترهګر تنظیم ته به د پاکستان په ګډون د بل چا پرضد کارېدو اجازه ور نه کړي، ځکه په هغو د شک وجه نه جوړیږي، پاکستان د طالبانو سره پرله پسې په تماس کې دی چې د خپلو قامي ګټو تحفظ وکړی شي.

د پاکستان د پوځ ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په 15 اګست کابل نیولی، له دغې وروسته هم پاکستان داسې دعوې کړي چې د پولې د پورې غاړې افغانستان څخه پاکستان لوري ته ترهګرو بریدونه کړي او امنيتي سرتیري يې په نخښه کړي دي.

د تېرې اګست د میاشتې په 29 د پاکستان پوځ ویلي وو د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع باجوړ کې ترهګرو د پولې د پورې غاړې نه بريد کړی او دوه پوځي سرتیري يې وژلي وو.

پوځ په ځوابي ډزو کې د درېو ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

پاکستان په کلکه دغه بريد غندلی چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان پرضد کاريږي. پوځ ویلي وو، په افغانستان کې د موجوده او راتلونکي واکمنۍ څخه تمه لري چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاريږي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستاني چارواکو ويره څرګنده کړې وه چې راتلونکې څو مياشتې سختې دي او د افغانستان سره په پوله پرتو علاقو کې د تندلارو د بريدونو ویره څرګنده کړی شوې وه.

د مې په میاشت کې چې د افغانستان نه د امریکا او نېټو ځواکونه ويستل پېل شوي او طالبانو په افغانستان کې بريدونو ته زور ورکړی وو، په پاکستان کې هم بريدونه سېوا شوي وو.

په پاکستان کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د پوځ وياند بابر افتخار په (17 جولايي) ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي.

د پاکستان د پوځ وياند د افغانستان سره په پوله د انتظام او ازغن تار لګولو په اړه ویلي، د پولې انتظام ښه کولی شي او د ازغن تار لګولو عمل 90 فيصده پوره کړی شوی او د پولې انتظام پرله پسې ښه کيږي.

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې نورې د بدامنۍ پېښې شوي او د دغو پېښو وروسته داسې پوښتنې راولاړې شوي چې پاکستان د افغانستان سره په پوله د سيمو ازغن تار ولګولو بيا دا ترهګر د کوم لوري راځي؟.

په څلورم ستمبر د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حمید هم د کابل سفر کړی او بيا طالبانو ویلي وو چې پاکستاني امنیتي پلاوي ورسره خپلې امنيتي اندېښنې څرګندې کړي او طالبانو ورته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد نه کاريږي.

XS
SM
MD
LG