لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبرداری: پاکستان کې که چا د لومړي اکتوبر پورې د کرونا ويکسين ونه لګول بندېزونه به پرې ولګي


د پاکستان د حکومت د کرونا د څار او عملياتو مرکز (اېن سي او سي) خبرداری ورکړی که چا د لومړي اکتوبر پورې د کرونا ضد ويکسين ونه لګول بندېزونه به پرې لګولی شي.

اېن سي او سي نن په 21 ستمبر په يو ټویټ کې دغه خبرداری ورکړی او ویلي يې دي،

"خبرداری! که د لومړي اکتوبر پورې هغه ټول کسان چې ويکسين يې نه وي لګولي، په ورځني ژوند کې کارېدونکو ډېرو اسانتياو بندېزونه به پرې ولګول شي. د ويکسينو لګولو عمل زر تر زره ترسره کړئ او ژوند ته دوام ورکړئ".

په پاکستان کې دغه خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې په ملک کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې په کرونا اخته نور 81 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا څخه ټول 27زره 327 کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ويل شوي په تير شوا روز کې نور 1897 کسان په کرونا اخته شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 4846 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

بل لور ته د ويکسينو په اړه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه تراوسه پورې په ملک کې دوه کروړه 48 لکه او 68زره کسانو ته د کرونا دواړه يا پوره ويکسين لګول شوي دي.

ویل شوي پينځه کروړه 54زره او 90زرو نه زياتو کسانو ته د کرونا لومړی يا يو ډوز لګول شوی دی.

د پاکستان د شماریاتو د سرکاري ادارې د شمېرو ترمخه د کال 2017 د سرشمېرنې ترمخه د ملک ابادي 207.68 ملينه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG