لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو سهیل شاهین ملګرو ملتونو دپاره خپل استازی نومولی،عمومي اسمبلۍ ته یې د وینا غوښتنه هم کړې


دطالبانو حکومت ملګرو دپاره سهیل شاهین خپل سفیر نومولی اؤ له دغې نړیوالې ادارې یې غوښتنه کړې ده چې باید د دوئ دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته روانه اوونۍ دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا اجازه ورکړي.

دطالبانو لنډمهاله کابینه کې دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس ته یو لیک استولی چې په هغې کې یې ددغه نړیوالې دعمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته د وینا اجازه غوښتې ده.

دخبري شبکې رایټرز د رپورټ له مخې د انتونیو ګوتریس ویاند فرحان حق پخلی کړی چې دوئ ته دطالبانو دبهرنیو چارو د وزیر لیک ترلاسه شوی اؤ دغه لیک د ارزؤنې دپاره د ملګرو ملتونو نهه کسیزې کمیټې ته لیږل شوی دی.

په دغه کمیټه کې امریکا،چین،روس،بهوټان ،چلي،نمیبیا،بهاماس،سویډن اؤ سئیر لیون شامل دي.

دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ غونډه به د دوشنبې تر ورځې دوام وکړي اؤ دملګرو ملتونو د کریډنشل کمیټۍ لخوا دطالبانو په لیک د دوشنبې د ورځې نه وړاندې دغور کولو احتمال نه شته ځکه نو د طالبانو دبهرنیو چارو د وزیر وینا دملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په ظاهره ناشونې ښکاري.

دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ ۷۶مه غونډه د۱۴م ستمبر نه پیل شوې ده اؤ تر ۲۷دسمبر به دوام کوي .

تر اوسه دامریکې اؤ چین په ګډون د یو شمیر مهمو هیوادونو مشرانو دعمومي اسمبلۍ کلیزې غونډې ته ویناګانې ګړې دي.

طالبانو تیره میاشت ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازی غلام اسحاق زی ګوښه کړی ؤ اؤ دهغه پځائ یې اوس قطر کې خپل ویاند سهیل شاهین دافغانستان داستازي په توګه نومولی دی.

دملګرو ملتونو دعمومي سکتر ویاند فرحان حق وایي طالبانو پخپل لیک کې ویلي چې د اسحاق زي دنده دې ختمه وګڼل شي اؤ هغه اوس دافغانستان استازی نه دی.

دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ دقاعدو له مخې ترڅو چې کریډنشل کمیټۍ دافغانستان داستازي په اړه کومه غوڅه پرېکړه نه وي کړي ترهغې به اسحاق زی پخپله دنده پځائ وي.

ټاکل شوې وه چې دافغانستان داستازي په توګه به ښاغلی اسحاق زی په ۲۷م ستمبر دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کوي خو اوس واضحه نه ده چې دطالبانو ددې لیک نه وروسته به کوم هیواد دهغه په وینا نیوکه راپورته کړي که نه

XS
SM
MD
LG