لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داعش خراسان د امريکا او لويديځ دپاره غټ خطر جوړېدی شي


ښايي له افغانستان څخه د امریکا د وتلو وروسته امریکا او لویديځ ته داعش خراسان يا په افغانستان کې د داعش سره تړاو لرونکې ډلې تر ټولو غټ خطر جوړ شي. نه چې القاعده، د چا چې د طالبانو سره د اوږدې مودي اړيکې دي.

د امریکې د ترهګرۍ ضدلوړ پوړو چارواکو قانون جوړوونکو ته د شورو/ چهارشنبې په ورځ ويلي، دواړه ترهګرې ډلې چې په سيمه کې يې په خپلو فعالیتونو غځولو تمرکز دی، داسې اشارې ښکاري چې کله دوی داعش ته راغلي دي او د داعش خراسان په نوم پېژندل کيږي، ښايي دا به بدل شي.

امریکا ته د ګواښ په اورېدنه کې د ترهګرۍ ضد د قامي مرکزي ترهګرۍ ضد مرکز مشر کريسټين ابيزېد ويلي، "زما خپله اندېښنه په ځانګړي ډول د داعش خراسان نه ده کومې چې د 26 اګست د برید وروسته مشهورتيا ترلاسه کړې ده".

ابيزېد پوښتنې کړي چې،"د دې به زيات تمرکز (توجه) په لويديځ وي؟ د دې تمرکز به په ځايي خاوره وي، کومه يې چې مخکې وه؟".

په 26 اګست د کابل په حامد کرزي نړيواله هوايي اډه په ځانمرګي بريد کې د 13 امریکايي سرتيرو په ګډون د 160 نه زيات کسان وژل شوي وو.

داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

داعش د دغه بريد وروسته د کابل په هوايي اډه د راکټي بريد زمه واري هم منلې وه.

امریکايي پوځي چارواکي ګڼي چې په افغانستان کې داعش د 2000 پورې سخت دريځه جنګيالي لري خو ځينې بهرنۍ استخباراتي ادارې خيال کوي چې دا شمېرې به د دې نه هم سېوا وي.

د امریکا او د لويديځ د ترهګرۍ ضد چارواکو خبرداری ورکړی چې داعش خراسان په افغانستان کې خپل فعاليتونه دوامداره ساتلي او توان لري چې په ښارونو کې د کابل په رنګ بریدونه وکړي.

امریکايي استخباراتي چارواکو او ازادو پوهانو داسې ثبوتونه هم ترلاسه کړي چې په نړۍ کې د داعش ځينې پلويان هڅه کوي چې افغانستان ته لاړ شي، کوم څه چې د امريکا چارواکي اندېښمن کړي دي.

د امریکا د اېف بي ايي مشر کرسټوفر واری قانون جوړوونکو ته ويلي، "مونږ اندېښنه لرو چې داعش خراسان په افغانستان کې د کمزورې امنيتي وضعې څخه ګټه پورته کولی شي".

نوموړی خبرداری ورکړی امکان لري چې نورې ډلې هم افغانستان دپاره خوندي ځای ګڼل پېل کړي چرته چې دوی په ازاده فعاليتونه کولی شي.

امریکايي چارواکو چې پکې د بهرنيو چارو د وزارت د ترهګرۍ ضد پخواني چارواکي هم شامل دي، وړاندې هم داسې اندېښنې راپورته کړې وې چې داعش خراسان د دې وړتيا لري چې بهرني عمليات روان کړي.

امریکايي چارواکو ویلي که څه هم داعش خراسان او القاعده د دې وړتيا نه لري چې زر به په امریکا نوي بريدونه وکړي خو دوی بيا هم دغه ډلې خطر ګڼي.

XS
SM
MD
LG