لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب ومنل چې طالبانو په وروستیو کې په خپلسرې توګه کسان وژلي


واشنګټن ـــ د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب منلې چې د طالبانو جنګیالیو په وروستیو کې څو کسان له طالبانو سره د دښمنۍ او مخالفت له امله وژلي دي.‌ نوموړي ویلي هیڅوک د داسې کارونو اجازه نه لري. ملا یعقوب دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې په جلال اباد کې له پرونه د اتو تنو مړي‌ موندل شوي‌ دي.

د طالبانو د دفاع نګران وزیر ملا یعقوب د طالبانو ټولو غړو ته ویلي دي چې د طالبانو د مشر د بخښنې فرمان عمومي دی او وایي هیڅوک حق نه لري چې دا ژمنه تر پښو لاندې کړي او د دې فرمان په خلاف له چا شخصي انتقام واخلي.

د ملا یعقوب دغه پینځلس مینټه ږغیز پیغام د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد خپور کړی چې پکې هغه ویلي که طالبان له چا سره شخصي دعوه لري نو عدالت ته دې لاړ شي او له هغې لارې دي‌ خپله شخړه حل کړي.

ملا یعقوب طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي که له دې وروسته څوک داسې خپل سري کارونه وکړي د خپل عمل سزا به وویني:

"چې یو ځل معافي وشوه بیا نو هیڅ مجاهد حق نه لري چې د دې عفوې ژمنه ماته کړي او د دې خلاف خپل انتقام واخلي، که په داسې خودسره څوک وژل کېږي یا ورته ګواښ کېږي دا نه د امارت پالیسي ده او نه له شریعت سره اړخ لګوي".

طالبانو د اګست پر پینځلسمه د کابل تر نیولو وروسته د هغو ټولو خلکو لپاره عمومي بخښنه اعلان کړه چې له تېر حکومت یا بهرنیانو سره یې کار کړی وو او له ټولو سرکاري ملازمینو یې وغوښتل چې خپلو کارونو ته ولاړ شي.

په تېرو شاوخوا شپږو اوونیو کې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو طالبان د بشري حقونو په سرغړونو، د خپلو مخالفانو په وژلو او د خبریالانو او مېرمنو په وهلو ټکولو تورن کړي دي.

د افغانستان څو سیمه ییزو رسنیو هم د طالبانو له خوا د قتل، تښتونو او بد چلند رپوټونه ورکړي دي.

څه موده وړاندې پر ټولنیزو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښکاره کوي طالبان په پنجشېر او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې کسان د عامو خلکو په وړاندې وژني.

د طالبانو د دفاع نګران وزیر ملا یعقوب وایي د طالبانو یو شمېر قومندانانو پر ځینو موقعو فاسد، بد او کمزوري خلک د خپلو ګټو او د صف د بدنامۍ لپاره له ځانونو سره یو ځای کړي دي، وایي داسې کسان د طالبانو د امارت پکار نه دي:

"که له دې پیغام وروسته په تفتیش کې ثابته شي چې داسی کسان د طالبانو د قومندانانو په ډلو کې لا هم شته، د طالبانو دا قومندانان به بې وسلې کړو او د طالبانو له لیکو څخه به یې وباسو".

ملا یعقوب په دې پیغام کې د یو شمېر طالبانو پر بې ځایه ګرځېدو راګرځېدو هم نیوکه کړې او وایي پکار ده دا وسلوال امنیت ساتونکي طالبان د خپلو ذمه وارو کسانو په سیمو کې پاته شي.

ملا یعقوب طالبانو ته په اشارې سره ویلي اوس بهرنیان وتلي دي نو داسې کارونه باید ونه کړي چې د خلکو د خوابدۍ او د هغوی د ژوند د ناارامۍ سبب شي.

ملا یعقوب د طالبانو د بنسټ ایښودونکي‌ ملا محمد عمر زوی دی چې په پاکستان کې یې دیني زدکړې کړې او په تېرو څو کلونو کې یې د افغانستان په څه باندې نیمایي ولایتونو کې د طالبانو د جنګي محاذونو مشري کوله.

ملا یعقوب دا پیغام په داسې وخت کې خپور کړی چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې له پرونه راهیسې د اتو کسانو مړي موندل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې نن د جمعې په ورځ درې مړي د ښار په هډه سیمه کې موندل شوي او روغتون ته وړل شوي دي. همدارنګه پرون د پجشنبې- زیارت په ورځ هم په همدې سیمه کې د پینځو تنو مړي موندل شوي وو. ځایي چارواکو د نننیو موندل شوو مړو په اړه څه نه دي ویلي خو د پرونیو موندل شویو مړیو پېښه یې تایید کړې وه.

ځایي سرچینې وایي دغه مړي د داعش خراسان ډلې د جنګیالیو دي. په جلال اباد ښار کې په تېرو ورځو کې پرله پسې څو چاودنې وشوې چې داعش ډلې یې ذمه واري‌ منلې وه. په دغو چاودنو کې طالبان په نخښه شوي او د عامو خلکو په ګډون د دوی کسان هم پکې وژل شوي او ټپیان شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG