لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي سنېټر: پاکستان سره د تګلارې په بدلولو بحثونه روان دي


واشنګټن ـــ د امريکا د سينټ د خارجه چارو کميټۍ غړي سينټر جېم ریش ويلي د ولسمشر جو بايډن حکومت ته يې سپارښتنه دا ده چې په افغانستان کې دې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندنې ته انتظار وکړي ځکه د چين او طالبانو د بشري حقونو په اړه نظر يو د بله بدل نه دی.

د وي او ای ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې سنېټر ریش وويل د بايډن حکومت په دې پاليسۍ جوړولو کار کوي چې په راتلونکي کې د پاکستان سره څنګه په مخ تګ وکړي.

هغه وايي "موجوده حکومت ته زما سپارښتنه دا ده چې د طالبانو په رسميت پېژندلو ته دې انتظار وکړي او جاج دې واخلي چې د سره يې په رسميت وپېژني هم که نه".

سنېټر ریش وایي د طالبانو سره یې اوږد تاريخ روان دی او طالبان وايي چې دوی بدل شوي دي خو وایي په دې باور کولو کې د دوی مشکل شته.

د يو تپوس په ځواب کې چې د پاکستان به څنګه په مخکې تګ وشي، سنېټر ریش وايي “د پاکستان سره زمونږ زوړ تعلق دی او دا زمونږ په نظر دا ټول په ټوله ښه نه دی. دواړه خواې دا منو چې داسې کارونه وو بايد مونږ کړی وی او لا مونږ په سيمه یيز سياست کې نه وی کړی. موجوده حکومت کوښښ کوي چې په دې اړه داسې څه پاليسي جوړه کړي او دا به سيرکټري بلېنکن او پاکستاني چارواکو سره سره د نورو د ملاقاتونو سوب وګرځي او هغه څه وکړي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

په افغانستان کې د چين د دريځ په اړه هغه وويل “دا به زما د پاره د حيرانتيا خبره نه وي که چين د طالبانو نمايندګي وکړي. د بشري حقونو په حقله د چين او طالبانو نظر څه توپير نه لري خو دواړه د هغه اقدارو نه ډېر لرې دي چې مونږ يې په امريکا کې لرو. چين به د افغانستان خلک هم تېرباسي لکه څنګه چې د نړۍ په نورو برخو کې کوي. زه باوري يم ووايم چين د افغانستان قدرتي شتمنو ته وږی دی”.

د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د امریکې سېنټ د بهرنیو چارو کمېټۍ غړي سېنېټر جېمز ریش سره نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په موقع خبرې اترې کړي او په دې خبره یې زور راوړی چې پاکستان په افغانستان کې د امریکې سره د یو فراخه او سټرېټیجک ملګرتیا خواهش لري چې په دوه اړه خیزه او سیمه ییز مېدانونو کې د دوړاه ملکونو ګټې مخ په وړاندې بوځي.

خارجه وزیر افغانستان کې د یو ټول شموله سیاسي حل ترلاسه کولو لپاره کوششونو کې د پاکستان ژمنې په ډاګه کړي او په افغانستان کې یې د یو باثباته او ګڼ اړه خیزه حکومت په اهمیت زور راوړی چې دا یقیني کړي د افغانستان خاوره یو ځل بیا د نړیوال ترهګر ډلو لخوا استعمال نه کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG