لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګوادر کې د پاکستان د باني محمد علي جناح مجسمه په بارودي موادو الوځول شوې


د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کې د پاکستان د جوړ‎ونکي باني قایداعظم محمدعلي جناح مجسمه نامالومو کسانو په بارودي موادو الوځولې دہ.

د گوادر مرستیال کمشنر کبیر زرقون او د پولیسو مشر اېس اېس پي ډاکټر فرحان زاھد دغه پېښه تایید کړ‎ې چې نن د اتوار/ یکشنې په ورځ نامالومو کسانو د محمدعلي جناح مجسمه په بارودي موادو الوځولې دہ.

چارواکو ویلي د پېښې پلټنې یې پېل کړ‎ي دي.

یادہ مجسمه د گوادر په حساسه سیمه کې ودرول شوې چې نزدې ورسرہ د لوړ‎ پوړ‎و پوځي او پولیس چارواکو کورونه موقعیت لري.

د چارواکو په وېنا د مجسمې په ساتنه پوځي سرتیري په ځای کړ‎ی شوي وو.

بلوڅ ریپبلکن ډلې د مجسمې الوځولو زمه واري منلې دہ.
تیرہ شپه ھم د بلوچستان په ھرنایي سیمه کې د اېف سي ځواک په گاډي چاونه کې څلور سرتیري وژل شوي وو
د دغه چاودنې زمه واري بلوڅ لبرېشن ارمي نومې تنظیم منلې وہ.

تیرہ ورځ سي ټي ډي پولیسو دعوہ کړ‎ې وہپه گوادر کې یې ھغه درې کسان نیولي څوک چې د اگست په شلمه د چین په اینجینیرانو په ځونرگي برید کې ککړ‎ وو، په یاد برید کې درې ځایي ماشومان وژل شوي او یو اینجینیر ټپي شوی وو.

د سیاسي چارو کار پوھه شھزادہ ذوالفقار وایي په افغانستان کې د طالبانو د قبضې وروسته په بلوچستان کې د طالبانو او بولڅ بېلتون خوښو بریدونه سېوا شوي دي.

وي او اې ډیوہ سرہ په خبرو کې ھغه وویل په افغانستان کې د طالبانو د راتگ سرہ په بلوچستان کې د لاقانونه گرځول شوو ډلو عملیات سېوا شوي دي او د سلو پورې ہېښې شوي دي.

د بلوڅو بېلتون خوښي او اسلامي تندلاري دغه عملیات کوي.

د روان کال د جون په میاشت کې د کوټې په سرینا ھوټل کې برید شوی وو، د دغه پېښې زمه واري طالبانو منلې وہ.

د کال ۲۰۱۳ د جون په میاشت کې د کوټې څخه د۱۲۰ کلوميټرہ فاصله په زیارت سیمه کې د قایداعظم کور (زیارت رېزېډنسي) نامالومو کسانو په بمونو الوځولی وو، او د دغه پېښې زمه اوري ھم بلوڅ لبرېشن ارمي ډلې منلې وہ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG