لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا د بهرنيو چارو مرستیاله وزیره د پاکستان سفر کوي


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د بهرنيو چارو مرستياله وزیره په اووم او اتم اکتوبر د پاکستان او له هغې وړاندې د سيمې د نورو هېوادونو سفر کوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په 29 ستمبر ويلي، د بهرنيو چارو مرستیاله وزیره وېنډې شېرمن په 29 ستمبر جنېوا ته سفر کړی، د روس، تاشکند، او بيا به په شپږم او اووم اکتوبر د نوي دهلي او له دغې وروسته به په اووم او اتم اکتوبر د اسلام اباد سفر کوي.

ويل شوي شېرمن به په پاکستان کې د لوړ پوړو چارواکو سره ويني.

د نړيوالو مطبوعاتو ترمخه شېرمن د سويټزرلېنډ نه خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، امریکا د پاکستان سره د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د قوي ملګرتيا په لټه کې ده او د پاکستان نه تمه لري چې د ټولو تندلارو ډلو پرضد بې د توپيره دوامداره عمليات وکړي.

هغې زياته کړې چې دواړه هېوادونه (امریکا او پاکستان) د ترهګرۍ نه سخت اغېزمن شوي او امريکا هڅې کوي چې د سيمې او ترهګرۍ د ګواښونو ختمولو په لړ کې مرستې وکړي.

پاکستان په سمدستي ډول دغه بيان ته کوم غبرګون نه دی ويلی.

خو د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې وزیرې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په وروستيو کې د امریکا 22 سېنېټرانو سېنېټ ته يوه داسې قانوني مسوده وړاندې کړې چې پکې غوښتنه شوې د کابل د سقوط نه مخکې او وروسته بیا په پنجشېر د طالبانو په بريد کې دې د پاکستان د کردار جاج واخستل شي او ورسره په پاکستان د بندېزونو غوښتنه هم شوې ده.

دغه بيان ته د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري په غبرګون کې ویلي وو، وخت راغلی هغه طاقتونه چې په افغانستان کې وو د پاکستان په نخښه کولو په ځای دې خپلې ناکامۍ ته وګوري.

له دغې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په 23 ستمبر ویلي وو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن او د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره ليدلي او د افغانستان په حالاتو یې بحث کړی وو.

انتوني بلينکن د دغه ليدنې په اړه په ټويټر ویلي وو،

"د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر سره مې ليدلي په دوه اړخيزه مرستو او د افغانستان د راتلونکي په اړه مو خبرې کړي دي".

د پاکستان د بهرنيو وزارت ویلي وو، قرېشي په دغه ليدنه کې ټینګار کړی وو چې پاکستان په افغانستان کې ټولشموله سياسي جوړ جاړي ته ژمن دی. هغه زور ورکړی چې يواځې باثباته او ټولشموله حکومت په افغانستان کې لاس ته راوړنې سمبالولی شي کومې چې د کال 2001 نه وروسته شوي دي او د دې وړتيا به ولري چې د افغانستان خاوره به بيا ترهګر ونه کاروي.

دا تازه پرمختګونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولې او په اووم ستمبر يې لنډ مهاله کابينه اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG