لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرۍ ځپلو کورنيو د عمران خان د بيان غندنه کړې چې د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې کوي


د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو کورنیو او په ترهګرۍ کې چې د چا خپل خپلوان وژل شوي وايي د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د بيان غندنه کوي او دغه بيان ورته د منلو وړ نه دی چې د طالبانو د ځينو ډلو سره يې د روغې جوړې خبرې روانې دي.

د جمعې په ورځ (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان له تحریکِ طالبان پاکستان د ځينو ډلو سره په داسې وخت د خبرو اعتراف کړی، چې دې ډلې په وروستیو کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو د ګڼ شمېر بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.

عمران خان وویل "د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

ډاکټر زمان خان چې په 16 دسمبر 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول ترسره شوي ترهګر بريد کې يې 13 کلن زوی وژل شوی وو، وايي د عمران خان د بيان مخې ته راتلو وروسته تير ماښام هغه ميندې پلاران راټول شوي چې په دغه پېښه کې يې بچي وژل شوي وو، دوی په دغه پېښه د خفګان څرګندونه کړې او د عمران خان د بيان غندنه يې کړې ده.

هغه وويل عمران خان د هغو خلکو سره مذاکرات کوي چې په سکول بريد کې يې د 150 پورې کسان وژلي او زیاتره پکې ماشومان وو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل عمران خان د هغو خلکو سره مزاکرات کوي چې 80زره کسان يې وژلي، او اوس هم ترهګر بريدونه کوي نو څنګه عمران خان د دغو خلکو سره مزاکرات کولی شي؟.

هغه زیاته کړه د دغو وسله والو سره مخکې هم مزاکرات شوي دي خو دا د مزاکراتو خلک نه دي، د دوی يواځينی حل د دوی پرضد عملیات دي او د دغه لارې دوی قابو کېدی شي.

هغه وویل دوی د حکومتي او مخالفه ګوندونو نه غوښتنه کوي چې دوی ولې د مزاکراتو په خبره غلي دي؟.

تحریک طالبان پاکستان په کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد زمه واري منلې وه.

د ستمبر په مياشت کې د پاکستان صدر عارف علوي هم ويلي وو د پاکستاني طالبانو ډله اوس هم د هېواد امنيت ته يو ګواښ دی او که چرته د دغې ډلې مربوط هغه کسان چې په مجرمانه هلوځلو کې ککړ نه وي وسله وغورځوي او د هېواد دستور ومني نو حکومت هغوی ته په عامه بخښنه غور کولی شي.

د عمران خان بيان ته په غبرګون کې د عوامي نيشنل ګوند مرکزي سيکرټري اطلاعات زاهد خان د عمران خان د نوم اخستو پرته وويل دوی دې نېشنل اېکشن پلان يا د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره وګوري دغه پلان ټولو سياسي ګوندونو لاسليک کړی دی.

هغه وویل د وسله والو تندلارو بخښنه ډېره لرې خبره ده د دوی خلاف به عمليات کيږي دا د نېشنل اېکشن پلان خبره ده، په هغه پلان کې يواځې د بلوڅو خبره شوې وه چې هغه د خپلې ازادۍ يا حقونو خبره کوي د هغو سره دې مزاکرات وشي خو د طالب سره د خبرو څه نه وو ويل شوي، نو د عمران خان نه دا پوښتنه کوو چې دی څه وايي او څه کوي ايا دا د رياست کار دی که د هغه کار دی؟.

عوامي نيشنل ګوند دعوه کوي چې په ملک کې د بدامنۍ او ترهګرۍ په پېښو کې تر ټولو زیات تاوان دغه ګوند ته اوښتی دی.

د قومي جمهوري غورځنګ ګوند مرکزي ارګنايزر ننګيال بېټنی وايي، دوی د امن ملاتړي دي هيله لري چې په وطن کې ارامي راشي.

خو وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په سيمه کې اوس هم بدامني روانه ده او پرون هم د دوی د يو ملګري د تره زوی په هدفي وژنه کې وژل شوی، نو په هغه ورځ هم په وزیرستان کې هدفي وژنې کيږي چې حکومت د ډز بندۍ خبره کوي، ځکه دوی ګڼي چې دا تشې خبرې او دعوې دي چې کيږي.

هغه وويل که داسې خبرې کيږي نو بيا ضرب عضب ولې کېدو، په لکونو خلک ولې ځپل کېدل، ولې وژنې کېدې ولې د خلکو کورونه وران کړی شو، ولې خلک بې کوره شوه، بيا خو پکار ده چې رياست دې د پښتنو نه بخښنه وغواړي چې کومه پاليسي يې جوړه کړې وه هغه غلطه وه.

د ترهګرۍ او بدامنۍ په پېښو کې د وژل شوو کورنۍ او خپلوان وايي اول دې د دغو خلکو نظر مالوم کړی شي چې دوی څه غواړي ځکه چې د ترهګرۍ اصل هدف دغه خلک جوړ شوي دي ځکه د دوی سره دې صلاح مشوره وشي چې دغه خلک څه غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG