لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اردو ژبی ياد ټوقمار عمر شريف مړ شوی


د پاکستان د ټي وي ډرامو او سټیج وتلي اردو ژبی ټوقمار عمر شریف د 61 کالو په عمر کې مړ شوی دی.

عمر شريف چې د زړه، ګردو او نورو ناروغو اخته وو نن په دوېم اکتوبر په حق رسېدلی دی.

عمر شریف چې د تيرې يوې مودې نه ناروغه وو، څو ورځې وړاندې د درملنې دپاره د پاکستان نه امریکې ته لېږل شوی خو وروسته هغه بيا جرمنې ته منتقل کړی شوی وو.

شریف په خپل کيرير کې زيات په سټېج ډرامو او ټوقو ټقالو کولو نوم پېدا کړی او ډېر مشهور شوی وو.

هغه د سټېج ډرامو سره په ټيلي ويژن ډرامو او فلمونو کې هم خپل هنر ښکاره کړی او خوښ هنرمند يادېدو.

د دې ترڅنګ عمر شريف د پاکستان په ټیلي ويژن چېنلو د پروګرامونو کوربه توب هم کړی او تر هند پورې يې مينه وال لرل.

د هغه په مړينه د فن او هنر سره تعلق لرونکو نه علاوه سياستوالو هم د خفګان څرګندونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG