لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جهادي ډلې د پاکستان په حکومت او ايټمي اثاثو د قبضې هڅې ګړندۍ کولی شي، د امریکايي ادارې رپورټ


په واشنګټن کې د عامه پاليسۍ جوړوونکې ادارې بروکنګز انسټيوټ ويلي د وړاندې نه د پاکستان د پوځ او غېر موثره ايتلاف ګډ حکومت د پاکستان دننه د ننونګو سره مخ دی په داسې کې چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي په پاکستان کې د دوی پلويان لا نور هم ډاډه شوي دي او په راتلونکي کى دغه جهادي ډلې د پاکستان په حکومت او ايټمي اثاثو باندې د قبضې لپاره خپلى هڅې ګړندۍ کولی شي.

The agonizing problem of Pakistan nukes يا د پاکستان ايټمي بمونه يو دردونکي مسله په نوم خپور شوي رپورټ کې په راتلونکې کى د پاکستان د حکومت او جنګيالو ترمنځ د يوې بلې نوې جګړې خبردارى ورکړى شوی دى چى له امله يې پاکستان بيا د سياسي او معاشي بې باورۍ ښکار کېدلى شي.

د بروکنګز انسټېټوټ دغه رپورټ وايي ضروري نه ده چى جنګيالي په خپل مقصد کې بريالي شي ځکه چى د پاکستان پوځ دومره توان لري چى دوی ته ماتې ورکړي.

په رپورټ کې د اړونده پاکستاني چارواکو له قوله ويل شوي دوی د پاکستان ترهګره ډلې د نزدې نه پېژني او دوی دومره نه دي چې د پاکستان په حکومت قبضه وکړی شي.

وتلى ساينس پوهه او د دفاعي چارو څيړونکى ډاکټر عبدالحميد نيير وايي د پاکستان پوځ ايټمي اثاثى خپل لوى طاقت ګڼي او دا نه شي زغملى چى د دې کنټرول دې بل څوک په لاس کې واخلي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کى هغه وويل داسې ښکاري د نړۍ ټول لوی طاقتونه هم اوس د پاکستان د پوځ د اټومي اثاثو د حفاظت کوټلى نظام لرلو دعوى ته په سنجيدګۍ سره ګوري.

نوموړي وويل په پاکستان کې مذهبي سياسي ګوندونه وخت په وخت د حکومتونو برخه جوړيږي، خو دومره عوامي قوت نه لري چى په اقتدار قبضه وکړی شي.

د بروکنګز انسټيټيوټ رپورټ زياتوي د پاکستان ايټمي اثاثو د کوټلي حفاظتي نظام لرلو دعوې باوجود امريکا د پاکستان جوهري اثاثو د حفاظت په سر انديښنې لري.

دا په داسې وخت چى د رېپبلکن سينيټرانو کانګرس ته په وړاندې کړی شوې قانوني مسوده کى د افغان طالبان سره د مرستو په سر د پاکستان په ضد د بنديزونو لګوولو سپارښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG