لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مولانا فضل الرحمان: د طالبانو سره مذاکرات حکومت نه، نور خلک کوي


د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي "د طالبانو سره حکومت مذاکرات نه کوي نور خلک مذاکرات کوي دوی (حکومت) خبر شوی دی ګټه يې پورته کوي چې مذاکرات دوی کوي".

د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر دغه خبره پرون د ګل/دوشنبې په ورځ (څلورم اکتوبر) دغه خبره په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې کړې ده.

د نوموړي نه پوښتنه شوې چې حکومت وايي د طالبانو د ځینو ډلو سره یې مذاکرات روان دي، نوموړي دا ونه ويل چې خبرې څوک کوي خو وې ويل چې نور خلک مذاکرات کوي حکومت يې نه کوي.

د جمعې په ورځ (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې وزيراعظم عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو او ډز بندۍ خبرونه رد کړي او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د حافظ بهادر ډلې د 20 ورځو اوربند اعلان کړی دی.

وروسته د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ویلي وو د هغو ډلو سره مذاکرات روان کېدی شي چې وسله وغورځوي.

د تحریک انصاف د حکومت په اړه مولانا فضل الرحمان د کومې ادارې د نوم اخستو پرته وويل دوی اندېښمن دي چې طاقتوره ادارې د داسې ناجايزه حکومت ملاتړ کوي، دوی ادارو ته احترام لري او ادارې دې داسې وي چې ولس پرې اعتماد لري خو که ادارې د داسې ناجايزه حکومت ملاتړ کوي نو په ولس کې به يې اعتماد ختم شي.

مولانا فضل الرحمان چې د تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړ غورځنګ (پي ټي اېم) مشري هم لري پي ډي اېم له دې وړاندې نه د پاکستان په پوځ نيوکې کړي چې د تحریک انصاف حکومت يې په خوښه جوړ کړی او د تحریک انصاف حکومت د سلېکټډ يا خوښ کړی شوي حکومت په نوم يادوي.

خو د پاکستان پوځ په سياست کې د لاس وهنې تورونه رد کړي او د تحریک انصاف حکومت وايي په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو پټولو دپاره جوړ کړی شوی دی.

د پېنډورا پېپرز په اړه مولانا فضل الرحمان وویل له دې وړاندې پاناما ليکس هم راغلي وو پوره پاناما يواځې د نواز شريف دپاره وو، په پاناما کې د بل چا نه تپوس نه شوی اوس يو نوی څيز راغلو، په هغې کې څومره جرنېلان، بېورو کرېټ په خپله عمران خان او د هغه کابينې خلک په دې کې شامل دي خو دا نه ده مالومه چې څه وخت د چا دپاره کولی شي.

XS
SM
MD
LG