لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د پاکستان سره د چمن پوله تړلې


په کندهار کې د طالبانو والي تور لګولی د چمن په پوله د پاکستان سره د تګ راتګ په وخت پاکستاني چارواکي افغانان ځوري، ځکه دوی دغه پوله تړي. خو په چمن کې پاکستاني چارواکي وايي په پوله څوک نه ځوروي او چې څوک قانوني اسناد لري هغوی ته د تګ راتګ اجازه ورکول کيږي.

د طالبانو د کندهار د والي يوسف وفا دفتر ويلي، د سپين بولدک په پوله پاکستاني چارواکو افغانانو، تجارانو او مريضانو ته زياتې ستونزې جوړې کړي دوی د پاکستان سره د ستونزو هوارولو مسله شريکه کړې خو پاکستان یې دغه ستونزه نه ده هواره کړې ځکه دوی د ستونزو د هوارولو پورې پوله تړي.

د چمن پولې د تيرې شپې راهسې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې ده.

خو بل لور ته د چمن مرستیال کمشنر جمعه داد خان مندوخېل د وي او اې ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي سره په خبرو کې ویلي، پوله د پاکستان د لوري ازاده ده، او زياته کړې يې ده په پوله څوک نه ځورول کيږي په قانوني اسنادو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ده.

د افغانستان سره د چمن پوله تيره اوونۍ هم په پوله د خلکو د ستونزو له امله د يوې ورځې دپاره تړل شوې وه.

د طالبانو نه وړاندې د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ د چمن سپين بولدک په پوله دواړو غاړو ته د کندهار او سپين بولدک په تذکره او د چمن په شناختي کارډ خلکو ته د تګ راتګ اجازه وه.

خو د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د افغانستان نه خلکو ته د ورځې په سر يواځې د سپين بولدک په تذکره د شپږو ساعتونو پورې د سهار د اته بجو نه تر دوه بجو پورې د تګ راتګ اجازه ورکول کيږي.

او د پاکستان نه د چمن په شناختي کارډ خلکو ته تګ راتګ ازاد دی.

د سوداګرو په وېنا په پوله د ټرانزټ سوداګري ازاده وه خو سوداګر او ګاډو والا هم شکايت کوي چې په پوله به ورته د اسنادو باجود ستونزې جوړول کېدې او د هغې له امله بيا د سوداګرۍ د ګاډو تګ راتګ هم کم شوی دی.

افغان کډوال چې د پاکستان نه بيرته افغانستان ته ستنيږي هغوی هم شکايت کوي چې په پوله بيرته د تګ په وخت ځورول کيږي خو پاکستاني چارواکي وايي څوک چې قانوني اسناد لري هغوی ته هيڅ مسله نه جوړوي.

له دې وړاندې په کابل کې طالبانو ويلي وو چې د پاکستان سره د تورخم او چمن په پوله د تګ راتګ په وخت افغانان د ستونزو سره مخ دي او دوی دغه ستونزه د پاکستان سره شريکه کړې ده.

په 15 اګست د طالبانو د کابل نيولو وروسته پاکستان د افغانستان نه د کډوالو په راتګ بندېز لګولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG