لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: مخالفه ګوندونو د پېنډورا پېپرز د پلټنو دپاره اعلان شوی حکومتي کمېشن رد کړی


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو د پېنډورا ليکس (پېنډورا پېپرز) د پلټنو دپاره جوړ کمېشن رد کړی دی او ويلي يې دي وزيراعظم دا اختيار نه لري چې د پلټنو دپاره د کمېشن مشري وکړي.

د پاکستان تحريک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چودري پرون په څلورم اکتوبر په ټویټر ويلي وو د پېنډورا ليکس د پلټنو دپاره وزیراعظم پاکستان وزیراعظم د پلټنو د کمېشن لاندې يو لوړ پوړی سيل يا مرکز جوړ کړی او هغه به په پېنډورا ليکس کې د شاملو ټولو کسانو نه جواب غواړي او رښتيا به د قوم په وړاندې ږدي.

د پاکستان مسلم ليک ن ګوند ویاندې مريم اورنګزېب ويلي، د عمران خان په دفتر کې د پېنډورا پېپرز پلټنې نه شي کېدی.

هغې ويلي، دغه سېل د دې دپاره نه دی جوړ شوی چې غبن کوونکي کسان مالوم کړي يا ونيسي بلکې هغې دعوه کړې دغه سېل د دې دپاره جوړ شوی چې د تحریک انصاف د حکومت په کابينه کې کوم وزیران شامل دي د چا چې اف شور کمپنۍ دي او په پېنډورا پېپرز کې يې نومونه راغلي هغو ته د تحفظ ورکولو دپاره جوړ کړی شوی دی.

هغې دغه سېل رد کړی دی.

د پاکستان پيپلز ګوند يو مرکزي مشر او د سېنېټ پخواني چيرمېن رضا رباني ویلي، د وزیراعظم تحقيقاتي سېل دا اختیار نه لري چې پلټنې وکړي دا کار د پلټنيزو دولتي ادارو دی.

هغه ويلي دا د وزيراعظم کار نه دی چې هغه د کوم کمېشن مشري کوي هغه به پلټنې وکړي.

رضا رباني زياته کړې د تحريک انصاف د حکومت دا ريکارډ دی که د چينۍ او وړو سېکېنډلې راغلې د هغې د پلټنو دپاره چې څومره کمېشنې جوړې شوي د هغې هیڅ نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

نوموړي هم تور لګولی چې حکومت اوس هم د خپلو دوستانو د تحفظ دپاره کمېشن جوړ کړی دی.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان ويلي، په خپله په غبن کې د ککړ حکومت د پېنډورا پېپرز د پلټنو اعلان کول ملنډې کول دي، په درغلۍ جوړ په پاکستان مسلط کړی شوی سلېکټډ (خوښ کړی شوي) وزيراعظم احتساب هم د خوښې دی.

هغه هم ويلي د حکومت د پلټنو اعلان د خپلو ملګرو بچ کولو د هڅې نه سېوا نور څه نه دي او په پاناما ليکس او اف شور کمپنيانو کې هم تر ټولو زيات د پاکستان تحریک انصاف او د اتحادي غړو نومونه يې دي. د پلټنو په نوم د ولس نه بې وقوفه جوړول کيږي.

د پېنډور پېپرز مخې ته راتلو وروسته وزیراعظم عمران خان د ټویټ د لارې، د مشرانو د نومونو مخې ته راتلو هرکلی کړی او ويلي يې وو چې د دغو پاکستانیانو په ضد به پلټنې کیږي او قصورواره ته به سزا ورکړل شي.

په پېنډورا پېپرز کې يو شمېر پاکستاني سياستوال، جرنېلان او کاروباريان شامل دي.

پاکستاني سياستوال

په پاکستاني سیاستوالو کې د خزانې وزیر شوکت ترین، د تحریک انصاف پاکستان ګوند سنېټر فیصل واوډا، د پنجاب مشر وزیر عبدالعلیم خان، د وفاقي وزیر خسرو بختیار ورور، د وزیراعظم سلاکار وقار مسعود زوی، د واکمن تحریک انصاف اتحادي ډلې، مسلم لیګ ق مشر مونس اللهی، د پیپلز ګوند شرجیل میمن، د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی د خزانې وزیر اسحاق ډار زوی علي ډار نومونه د ايي سي ايي جې په نوملړ کې شامل دي.

پخواني پوځي جرنېلان

په پېنډوا پېپرز کې د پاکستاني پخوانيو پوځي جرنېلانو په نومونو کې د پاکستان د هوايي ځواک پخواني مشر عباس خټک د دوه زامنو نومونه، لفټننټ جنرل (ر) شفاعت الله، مېجر جنرل (ر) نصرت نعيم، د لفټننټ جنرل (ر) افضل مظفر زوی، د جنرل (ر) خالد مقبول زوم، کرنل (ر) راجه نادر پروېز او جرنل (ر) علي قلي خان د خور نومونه شامل دي چې دوی په بهر هېوادونو کې اف شور کمپنۍ لري.

پاکستاني کاروباريان

ويل شوي په پاکستاني کاروباريانو کې د ابراج ګروپ مشر عارف نقوي، د بول ټيلي ويژن او اېګزټ کمپنۍ مالک شعېب شېخ، د نېشنل انوېسمنټ ټرسټ مشر عدنان افريدي، بشير داود، د نېشنل بېنک مشر عارف عثماني په ګډون د څو نورو يادو کسانو نومونه هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG