لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو له ډاره تر 100 زیات افغان موسیقاران له هېواده وتلي


واشنګټن ـــ د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر وایي د طالبان د حکومت له راتګ سره د تر سلو زیات موسیقاران- چې پکې زده کوونکي او استادان شامل دي- د طالبانو د ممکنه بریدونو له ډاره له خپل هېواده وتلي دي.

د دې ادارې مشر احمد سرمست فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، د طالبانو د نوي حکومت له خوا پر موسیقۍ د بندیز له ډاره د دوی د انسټیټیوټ 101 افغان هنرمندان د ګل- دوشنبې په ورځ قطر ته رسېدلي دي.

ښاغلی سرمست پخپله دا مهال د اسټرېلیا په مېلبرن ښار کې اوسېږي. هغه وایي په دغو هنرمندانو کې نیمایي ښځې او نجونه دي چې وایي له دوحې څخه به د پرتګال هېواد په مرسته هلته لېږدول کېږي.

احمد سرمست وایي طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د دغو نجونو د ویزو په اړه پوښتنې وکړې، خو د قطر د سفارت چارواکو مداخله وکړه او ستونځه یې حل کړه. هغه وايي:

"نجونو او ښځو ته ویل شوي وو چې دوی په لنډمهالو [د کار] په پاسپورتونو سفر نه شي کولای، دا مهال له افغانستان څخه ډېرو وتونکو کسانو ته همدا ډول پاسپورټونه ورکول کیږي".

احمد سرمست وایي کله چې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ د هنرمندانو الوتکه هوا ته پورته شوه نو له خوشالۍ د ده اوښکې نه تم کېدې:

"دا د ډېرو اوښکو څڅولو وخت وو، ما پرله پسې ژړل او زما کورنۍ هم له ما سره ژړل، دا زما د ژوند تر ټولو د خوشالۍ شېبه وه".

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ له شاګردانو او استادانو سره سره په تېره یوه نیمه میاشت کې نور هم ګڼ‌ شمېر هنرمندان او سندرغاړي له افغانستانه وتلي چې ډېرو یې پاکستان ته کډه کړې ده.

احمد سرمست وایي طالبانو چې له کله راهیسې د افغانستان واک په لاس کې اخیستی د موسیقۍ او موسیقارانو په ضد یې ګامونه اخیستي دي، وایي د افغانستان خلک یو ځل بیا غلي کړای شول.

د یادونې وړ ده چې طالبانو پخپله لومړۍ واکمني کې له 1996م تر 2001م کال پورې پر موسیقۍ بشپړ بندیز لګولی وو او دا ځل یې که څه هم پر موسیقۍ هغسې د بندیز اعلان نه دی کړی خو وایي دا ځل به هم پخپل حکومت کې شرعي حکمونه عملي کوي.

احمد سرمرست وایي د موسیقۍ د انسټیټیوټ دا سل کسیزه ډله یې لومړۍ وه چې له افغانستانه ووتله خو وایي د ادارې اوسني او پخواني پاته 184 هنرمندان لا هم په هېواد کې پاته دي او هغوی به هم را باسي.

سرمست زیاتوي چې طالبانو د کابل تر نیولو وروسته د موسیقۍ د انسټیټیوټ‌ غړو ته ویلي وو، چې د دوی له خوا تر بلې خبرتیا پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي خو وایي دوې میاشتې پوره کېږي خو دوی ته یې بله خبرتیا نه ده ورکړې.

فرانس پریس خبري ایجنسۍ وایي تېره میاشت چې د دوی خبریالان د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ ته ورغلل نو هلته چوپه چوپتیا وه او د موسیقۍ ږغ پکې نه اورېدل کېده.

XS
SM
MD
LG