لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېخ رشيد: داسې کومه اطلاع نه لرم چې د ټي ټي پي سره خبرې روانې دي


د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ویلي، "دا وخت زما سره داسې کومه اطلاع نشته چې د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره خبرې روانې دي، که ځینې زمه وار کسان ورسره خبرې کوي خو د وزارت داخله سره داسې هيڅ خبر نشته، خو که څوک تسليم شي زه نه ګڼم چې د هغو سره مذاکرات کول بده خبره ده".

شېخ رشید دغه خبره نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (شپږم اکتوبر) په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې کړې ده.

په (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې وزيراعظم عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو او ډز بندۍ خبرونه رد کړي او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د حافظ بهادر ډلې د 20 ورځو اوربند اعلان کړی دی.

او وروسته په دوېم اکتوبر شېخ رشيد په خپله دوېم اکتوبر په کراچۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي وو، "څوک چې وسله وغورځوي د هغو سره خبرې کېدی شي خبرې اترې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي، اوس خو د خبرو پېل شوی دی خو د پاکستان د دښمنانو به مخنیوی کوو، ترهګر به ختموو".

خو بل لور ته په څلورم اکتوبر د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په څلورم اکتوبر په پېښور کې ويلي وو، د طالبانو سره خبرې نور خلک کوي حکومت د خبرو څهره ځان ته په سروي چې خبرې حکومت کوي.

شېخ رشيد نن وويل، دوی خبر دي چې د ټي ټي پي سره درې څلور نورې ډلې يو ځای شوي دي خو دوی (حکومت) مسلې هوارول غواړي نه چې نورې پېچلې شي، پوځ توان لري چې د هر ډول حالاتو مقابله وکړي خو هغه د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه خبر نه لري.

د داعش په پاکستان کې د موجودګۍ پوښتنې ته په ځواب کې هغه وویل، په هر څه خبر دي، په نورستان، ننګرهار او کونړ هر څه باندې خبر دي خو دوی مذاحمت نه مفاهمت غواړي خو که د پاکستان د امنيت مسله راځي نو د پاکستان ادارې به د ملک غوره فېصله کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG