لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان: کندوز کې د شیعه مسلمانانو پر جومات چاودنې لږ تر لږه 46 وژلي او 143 ټپیان


واشنګټن ـــ د افغانستان په کندوز ولایت کې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات کې نن د جمعې د لمانځه په مهال چاودنه شوې چې د طالب چارواکو په وینا خلک پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په کندوز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې یوه چارواکي مطیع الله روحاني ویلي چې دا ځانمرګی برید وو او وایي 46 کسان پکې وژل شوي او 143 نور ټپیان شوي دي. وژل شوي او ټپیان اکثر عام خلک او شیعه مسلمانان دي.

ځایي امنیتي چارواکي وایي د چاودنې په مهال شاوخوا درې سوه کسان په جومات کې پر لمانځه ولاړ وو.

داعش وسلوالې ډلې د دې برید ذمه واري پر غاړه اخیستې ده. دې ډلې په عربي ژبه په خپاره کړي بیان کې ویلي، دا برید د محمد ایغور په نوم د دوی وسلوال کړی چې پکې یې د 300 کسانو د مرګ ژوبلې دعوه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما هم په یو ټویټ کې ویلي، "په جومات کې دننه په ځانمرګي برید کې تر 100 زیات کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي".

عیني شاهدان وایي دغه چاودنه د کندوز د والي دفتر ته نیژدې د سيد اباد په نوم کوڅه کې شوې ده چې وایي ګڼ‌ شمېر کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي‌ خو تر اوسه د مرګ ژوبلې شمېر معلوم نه دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي "نن ماسپښین د کندوز مرکز اړوند خان اباد بندر سیمه کې د اهل تشیع هیوادوالو په یوه مسجد کې چاودنه وشوه، چې له امله یې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول".

ذبیح الله مجاهد وایي‌د پیښې ځای ته د دوی ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي او د پیښې څېړنې یې پیل کړې دي. وال سټریټ جرنل د یو عیني شاهد له خولې- چې دې جومات ته نیژدې اوسېږي- لیکلي:

"دلته خو پوره تباهي شوې ده، جومات ته د نیژدې کورونو ټولې کړکۍ ماتې شوې دي چې زه یې ښیښې په کوڅه کې وینم".

فرانس پریس خبري ایجنسۍ د پېښې د ځای یوه وېډیو خپره کړې چې پکې یو تن خبرې کوي او وایي د سیمې خلک د پېښې ځای ته را غونډ شوي او پخپله په چاودنې کې وژل شوي او ټپیان نیژدې روغتون ته رسوي.

د پېښې ځينو شاهدانو بيا ويلي، چې دا برید يوه ځانمرګي بريدګر کړې ده، خو طالبانو لا دا خبره نه ده تایید کړې.

د چاودنې ذمه واري تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو ګومان کېږي چې داعش ډلې به کړی وي ځکه چې په افغانستان کې په وروستیو کې پر شیعه مسلمانانو د داسې زیاتو بریدونو ذمه واري دې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG