لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داعش په جنوبي وزیرستان کې د یو تن د وژنې زمه واري منلې


داعش په جنوبي وزيرستان کې د يو تن د وژلو دعوه کړې خو ځايي پوليس وايي د وژنې کومه پېښه چې شوې دا د شخصي لانجې په ترڅ کې شوې ده.

ياده پېښه دوه ورځې وړاندې د جنوبي وزيرستان د واڼه تاڼې په علاقه کې شوې او يو پوليس چارواکي وي او اې ډيوه ته ويلي د پېسو د شخړې په سر رامنځته شوې ده.

چارواکي وويل شاه زېب نومې هلک چې په ډزو وژل شوی او بل ورسره ژوبل شوی، د شاه زېب د اياز نومې تن سره د پېسو په سر شخړه روانه وه، د شاه زېب ژوبل ملګري ويلي ایاز يې ليدلی چې په دوی يې ډزې کړي دي.

پوليس چارواکي زياته کړه د وژل شوي هلک مور امنه چې په واڼه کې ډاکټره ده د هغې په مدعيت کې بيا د اياز پرضد مقدمه هم درج کړی شوې ده.

نوموړی چارواکی د داعش يا بلې کومې وسله والې ډلې په ياده پېښه کې د ککړتيا څخه ځان ناخبره ګڼي خو دومره يې وويل چې دغه وژل شوی شاه زېب شيعه وو او تعلق يې د ډېره اسماعيل خان سره دی.

خو بلخوا داعش خراسان ډلې د خپل ټيليګرام چېنلو د لارې د دغه بريد زمه واري منلې ده.

څيړونکي وايي د جنوبي وزيرستان په څېر علاقه کې چرته چې تحریک طالبان پاکستان فعاليتونه لري او اثر لري په دغه سيمه کې د داعش زمه واري منل د اندېښنې خبره ده.

په ياده سيمه کې د زياترو پېښو زمه واري ټي ټي پي په غاړه اخلي او دا لومړی ځل دی چې داعش دغلته د کوم بريد زمه واري منلې ده.

جرنلسټ افتخار فردوس هم په ټويټر ویلي د 20 کلن هلک شاه زېب نقوي د وژنې زمه واري داعش خراسان منلې ده.

خبریال ناصر داوړ وايي په داعش ډله کې د شروع نه د پاکستاني طالبانو غړي شامل وو، او زيات پکې هغه کسان شامل شوي وو چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو څخه جدا شوي وسله وال بيا په داعش کې شامل شوي دي.

هغه زياته کړه په قبایلي سيمو کې د داعش خطره مخکې هم موجود وه او اوس هم دغه خطره شتون لري.

داعش له دې وړاندې په 30 ستمبر د پېښور په چارسده روډ د سردار ستام سينګ د وژلو زمه واري منلې وه.

په وروستيو کې داعش د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پوليو په ټیم د بريد زمه واري منلې وه په کوم بريد کې د پوليو ټیم ساتونکی پولیس په ډزو وژل شوی وو، دغه بريد د پوليو د کمپاين په مهال په 19 ستمبر شوی وو.

له دې وړاندې په باجوړ کې په امنيتي ځواکونو د بريد زمه واري هم داعش منلې خوپه پېښور کې چې داعش د يو بل تن د وژلو دعوه کړې وه ځايي چارواکو دغه پېښه نه وه تاييد کړې.

د دې نه وړاندې په اورکزو کې د دوه ځايي مشرانو د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.

د داعش په پاکستان کې د بريدونو د زمه وارۍ خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او هغه وخت ويل شوي وو چې د افغانستان د جېلونو نه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي هم خوشي شوي دي.

له دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.

خو له دې وړاندې پاکستان تل دا دعوه کړې چې په پاکستان کې داعش په منظمه توګه شتون نه لري.

جرنلسټ او څيړونکی حقنواز خان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته هلته په افغانستان کې او دلته په پاکستان کې د وړاندې په پرتله د داعش په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

نوموړی هم د ناصر داوړ خبره تاییدوي چې دلته د وسله والو ډلو نه جدا شوي کسان په داعش کې شامل شوي او د داعش خطره دلته موجوده ده.

په وروستيو کې چې يو لور ته داعش د ځینو بريدونو زمه وارۍ منلي نو بل لور ته په کراچۍ او بلوچستان صوبه کې امنیتي ادارو د داعش د ځینې وسله والو غړو د نیولو او په عملیاتو کې د وژلو دعوې هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG