لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان افغان مېډيا څنګه کنټرولوي؟


واشنګټن ـــ د هر طالب لوړپوړي چارواکي چې وپوښتې په افغانستان کې د رسنيو ازادۍ ته څنګه ګورئ نو اسان ځواب يې دا وي چې لکه د طالبانو د وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبيح الله مجاهد په وينا “بې له شکه”.

هغه وي او ای ته وويل “رپورټران هغه هر څه ليکلی او خورولی شي چې ريښتيا وي او تش الزامونه نه وي. زمونږ ورسره کومه ستونځه نشته”.

خو خبره دومره هم نه ده. د اګست په نيمه کې د واک اخیستلو وروسته د مېډيا په اړه دوه اړخيزه تګلاره نيولې چې نړيوالو ته د پرله پسې خبري کانفرنسونو د لارې پيغام ورکړي د رسنيو سره ښه سلوک کوي خو د ملک دننه وخت په وخت کله کله د تېر دور د ازادې مېډيا خلاف زور چلوي.

که هر څو طالبانو د رسنيو شخصي بڼې تړلې نه دي خو لا نېغ په نېغه بندیز يې پرې نه دی لګولی خو داسې بندېزونه يې اعلان کړي چې د رسنیو منتظيمينو په خپل سر بندیزونه ګڼلي او تنقيدي خورونې يې ودرولې دي.

د طالبانو د ژورنالیزم د پاره 11 اعلان شوې نقطې هر هغه څه د خورولو منع کوي چې د اسلام خلاف وي لا دروغ خبر وي او تر هغه بايد خور نه شي تر څو په سرکاري توګه تايید نه شي.

طالبانو مطبوعاتو ته امر کړی چې په يادونه کې ورته بايد د "امارت اسلامي افغانستان" نسبت وشي.

د طالبانو د راتلو وروسته د مېډيا په حالاتو په کابل کې مېشت يو خبريال اسحاق علي احساس وايي “هر څه بدل شوي. هيڅ تنقيدي خپرونې نه په ټي وي او ريډيو نه کيږي او فرنټ ميډيا ډېر لږ څه چاپولی شي. دا د بندېز ښکاره نخښې دي”.

په ولايتونو کې حالت نور هم سخت دی او د فراه ولايت يو خبريال په بدل نوم وي او ای ته وايي “د مطبوعاتو او کلتور د وزارت د اجازې او ښوونې پرته نه څه چاپولی شي او نه يې خورولی شې. دا هم څوک نه شي ويلی چې طالبان جینکۍ سکول ته نه پرېږدي”.

خو په وروستيو کې ځينو خبريالانو- چې په ولايتونو کې کار کوي- دا هم هيلې څرګندې کړې د وخت په تېرېدو طالبان چارواکي هم تغير مومي او حالات د اندېښنو په ځای مثبت هيلو ته هم تللی شي.

XS
SM
MD
LG