لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د کېچ ضلعې د دوو ماشومانو د وژنې په ضد کوټه کې احتجاجي پرلت


کوټه + واشنګټن ـــ د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د وزیراعلی او ګورنر دفترونو ته څېرمه د هغو دوو ماشومانو د وژنې په ضد احتجاجي پرلت روان دی، چې د اکتوبر پر 10مه د ایران پولې ته نیژدې د بلوچستان د کېچ ضلعې په هواشپ سیمه کې په چاودنه کې وژل شوي وو.

په وژل شویو کې یو هلک او یوه نجلۍ وه او یو بل ماشوم ټپي شوی وو. وژل شوي ماشومان خور او ورور دي. د دوی سپین ږیری نيکه سردو بلوڅ له لسګونو نورو بلوڅو ځوانانو ښځو او نارینه وو سره د دوی له مړیو سره یو ځای په احتجاجي پرلت کې شریک دی.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو عکسونو او وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې احتجاج کوونکو شپه هم په احتجاجي کېمپ کې تېره کړې ده. دوی ځانونه په شړیو کې پټ کړي دي چې له دې ښکاري په کوټه کې یخ په زیاتېدو دی.

سردو بلوڅ وي او اې ډیوه ته وويل دغو ماشومانو له کور سره نیژدې لوبې کولې، وایي په همدې مهال د ملېشه ځواکونو له خوا ویشتل شوی توغندی پر دوی ولګېد او درې واړه ټپیان شول چې روغتون ته وړلو وروسته دوو ماشومانو ساه ورکړه:

"موږ غوښتنه کوو چې د دې پېښې مقدمه د ملېشه ځواکونو په ضد درج شي. موږ په تربت کې پر فدا چوک هم درې ورځې له تابوتونو سره احتجاج وکړ، خو چې ناامیده شو نو د کوټې په لور را روان شو".

سردو بلوڅ تور پورې کوي چې امنیتي عسکرو له هغه ځایه ټول شهادتونه له ځانه سره یووړل پر کوم ځای چې توغندی لګېدلی وو.

د وژل شویو ماشومانو کورنۍ وایي دوی چې له کېچ څخه تر کوټې پورې د وژل شویو ماشومانو مړي د احتجاج لپاره راوړل نو ملېشه ځواکونو پر لارې خنډونه ورته جوړول او اجازه یې نه ورکوله. وایي ملېشه عسکرو ورته ویل چې کوټې ته مه ځئ او مړي خاورو ته وسپارئ.

د صوبایي اسمبلۍ د اپوزیشن ډلې غړی ثناء بلوڅ وويل په بلوچستان کې د حکومت نوم او نښان نه شته. ثناء بلوڅ په دې احتجاجي پرلت کې د ګډون په وخت وي او اې ډیوه ته وویل:

"دا ګورنر هاوس دی هغه وزیراعلی هاوس دی خو زما خیال دلته ژوندي انسانان نه شته، دا کوټه هم یوه هدیره ده، دلته نه حکومت شته نه حاکم شته نه ریاستي ادارې شته چې ووایي دا [احتجاجي کوونکي] هم زموږ شهریان دي".

خو د بلوچستان د ملېشه ځواکونو سرچینو دغه تور رد کړی دی چې ګوندې دغه ماشومان د دوی په توغندیو وژل شوي دي،‌ وایي ملېشه ځواکونو هیڅ توغندی نه دی ویشتلی او نه یې ثبوت شته.

د کېچ ضلعې ډپټي کمیشنر حسېن بلوچ وایي، د چاودنې له ځایه چې دوی کوم شواهد تر لاسه کړي هلته د ملېشه ځواکونو له خوا د توغندي هیڅ ثبوت نه دی موندل شوی. وایي هلته د لاسي بم د چاودنې نخښې شته او دعوه کوي چې ماشومانو په دغه بم لوبې کولې او ځنې چاودل شوی دی.

دا په دوو اوونیو کې د کوټې پر لور باندې د ماشومانو له مړیو سره دویمه احتجاجي ناسته ده. تر دې مخکې د تربت له بلیدې سیمې څخه کوټې ته د رامز خليل مړی روړل شوی وو. کورنۍ یې دعوه کوله چې پولیسو هغه د دوی پر کور د چاپې په مهال وژلی دی خو پولیسو دا تور رد کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG