لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دبجلۍ نرخونه نور لوړ کړی شول،دپټرولو نرخ کې داضافې احتمال


دپاکستان حکومت دبجلۍ نرخونه نور هم لوړ کړي اؤ دمیډیا رپورټونه وایي چې دبجلۍ یو یونټ کې یوه روپۍ اؤ۶۸پیسې اضافه راوستل شوې ده.

پاکستاني رسنۍ په عین حال کې د پټرولو دبیعو لوړیدو احتمال هم ښایي اؤ واي د اوګرا په نوم ادارې حکومت ته دپټرولو دنرخ سیوا کولو سپارښتنه کړې ده اؤ احتمال دی چې دخالي د ورځې نه به دپټرولو نرخونه هم وخیژي.

دجمعې په ورځ ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو ویلي چې دبجلۍ نرخونو کې دزیاتوالي سپارښتنه دتوانایۍ وزارت کړې وه اؤ مرکزي کابینې دغه سپارښتنه منظور کړې ده.

د بجلۍ دنرخونو لوړیدو اؤ دپټرولو په نرخ کې داضافې دا امکان په داسې حال کې ښودل شوی چې روانه میاشت د پاکستان د شمېرو ادارې ویلي وؤ په ستمبر کې د خوراکي توکو ګراني نهه فیصده ته رسیدلې ده .

د اقتصاد ماهر بابر رباني وي او ای ډیوه سره اوړمه ورځ خبرو کې ویلي وؤ په ملکي کچه د توانایۍ بیعې لوړې شوي او ددې اثر په اقتصادي پرمختیا پریوځي.

د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترین دا وخت د ایي ایم ایف سره د خبرو اترو دپاره د امریکه په سفر دی او هڅې کوي چې د نړیوالې دارې څخه د شپږ اربه ډالرو د پور دشوي تړون په اساس شپږم او اووم د پور قسطونه تر لاسه کړي

پاکستاني میډیا وایي نن دایي ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ دخبرو امکان دی اؤ په ټولنیزو رسنیو زیاترو فعالینو دبجلۍ نرخ کې تازه اضافه هم دایي ایم ایف شرط ګرځولی دی

پاکستان کې دبجلۍ دڅار دولتي ادارې نیپرا په ۳۰م ستمبر خپل کلیز رپورټ کې ویلي وؤ چې دبجلۍ دنرخونو دختلو یوه مهمه وجه ګردشي قرضې هم دي .

دنیپرا رپورټ کې ویل شوي وؤ چې پاکستان کې زاړه اؤ دکاره لوئیدلي پاور پلانټونه،ګردشي قرضې،دبجلۍ د دخوریدو نظام کې خرابۍ اؤ بدانتظامیي هم هغه ستر علتونه دي چې له امله یې دبجلۍ نرخونه په بره روان دي.

XS
SM
MD
LG