لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې د اهل تشيع په جومات د ځانمرګي بريد زمه واري داعش منلې


داعش په کندهار کې د اهل تشيع په جومات د ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده، دغه بريد چې پرون د جمعې د لمانځه په مهال شوی وو د اې پي خبري ادارې ترمخه 47 کسان پکې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي وو.

داعش ویلي دوه ځانمرګي بريد کوونکو دغه بريد کړی دی.

داعش د جمعې په ورځ (15 اکتوبر) ناوخته ويلي يو ځانمرګي يې جومات ته په ننوتو کې او بل دننه چاودنه کړې ده.

داعش ويلي بريد کوونکي يې يو انس الخراساني او بل ابو علي البلوچي وو، او دواړه افغانان وو.

د تیرې جمعې په ورځ (اتم اکتوبر) په کندوز کې هم د جمعې د لمانځه په مهال د اهل تشيع په جومات ځانمرګی بريد شوی چې پکې 46 تنه وژل شوي او 150 ته نزدې ژوبل شوي وو، داعش د دغه برید زمه واري هم منلې وه.

ملګرو ملتونو، امریکا او پاکستان په کندهار کې پرونی بريد غندلی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد دوه ورځې وړاندې وي او اې ته په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، د دوی ځواکونه د داعش ډلې په ریښو موندلو پسې دي، په تېره یوه نیمې اوونۍ کې یې د دې ډلې ګڼ کسان نیولي او د هغوی ګڼ خوندي ځایونه یې ویجاړ کړي دي.

د اګست له 15 را وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي داعش ډلې په طالبانو او شیعه مسلمانانو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي، داعش د اګست په 26 په کابل کې د هغه خونړي برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون تر 170 زیات افغانان وژل شوي وو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه ویاند سهېل شاهین تېره اوونۍ دعوه کړې وه چې طالبان د داعش د مخنیوي بشپړ توان لري او د داعش په مهارولو او ځپلو کې به له امریکا سره همکاري نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG