لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په غلطۍ په ډرون برید کې د کابل د وژل شویو افغانانو کورنیو ته تاوان ورکوي


واشنګټن ـــ د امریکې د دفاع وزارت په پلان کې لري د اوو ماشومانو په ګډون د هغو لس تنه افغانانو کورنیو ته معاوضه یا تاوان ورکړي چې د اګست په میاشت کې یې په خطایي په ډرون برید کې وژلي وو.

د پېنټاګان ویاند جان کربي د اکتوبر پر 15مه پخپل یو بیان کې ویلي، د دفاع وزارت د بهرنیو چارو له وزارت سره په ګډه کار کوي چې دغو وژل شویو کسانو کورنۍ په امریکا کې مېشتې کړي.

دا برید په کابل کې د اګست پر 29مه پر یو کور د داعش ډلې د کسانو په شک کې هغه مهال په یو کور کې دننه پر ولاړ موټر شوی وو چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وخت داعش ډلې پر کابل هوایي ډګر د خونړي برید ذمه واري منلې وه.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن تر دې پېښې څه باندې دوې اوونۍ وروسته د شویو پلټنو په بنیاد ویلي وو چې په دې برید کې په غلطۍ سره عام او بېګناه خلک وژل شوي دي.

جان کربي وایي د وژل شویو افغانانو کورنۍ ته د معاوضې وړاندیز د پنجشنبې- زیارت په ورځ د دفاع وزارت د پالیسۍ د مرستیال سیکرټري او د غذا او تعلیم د نړیوالې مرستندویې ادارې د مشر سټیون کاون د لیدو په وخت وشوه.

د غذا او تعلیم نړیوالې مرستندویه ادارې په افغانستان کې هم کار کاوه او زمری احمدي هم د دې ادارې کارکوونکی وو، چې امریکا پرې د داعش د غړي شک کړی وو او په ډرون برید کې یې د هغه په ګډون د هغه د کورنۍ لس تنه وژلي وو.

تېره میاشت د دغو وژل شویو افغانانو د کورنۍ غړیو دوی ته د تاوان ورکولو او له امریکې څخه پر دې پېښه د مخامخ بخښنې غوښتنه کړې وه. د امریکې د دفاع وزیر له دوی بخښنه هم غوښتې وه، خو د احمدي 22 کلن وراره فرشاد حیدري دا کافي نه ګڼي:

"نه دا کافي نه دي، دا ضرور باید راشي او مخامخ له موږ بخښنه غواړي، دوی باید دا ومني چې تېروتي وو. هغه ترهګر نه وو، دا اوس ټولې نړۍ ته او خپله دوی [امریکا] ته هم معلومه شوه".

د دغو وژل شویو کسانو کورنۍ د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو او له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې دوی ته دې انصاف ورکړي او بیا یې له امریکې د تاوان غوښتنه کړې ده.

هغه وخت د امریکې د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنټ مېکنزي ویلي وو، د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره پر مرستو او له افغانستانه د هغوی په را ایستلو غور کوي.

امریکایي پوځي چارواکو ویلي منلې چې دا ډرون برید د ناسم استخباراتي رپوټ له کبله پر کابل هوایي ډګر تر هغه ځانمرګي برید درې ورځې وروسته وشو، چې داعش یې ذمه واري ومنله او د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون شاوخوا 170 افغانان پکې و وژل شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG