لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپور دپیسو ترلاسه کولو لپاره ایي ایم ایف سره دپاکستان خبرې بیا ناکام شوي


پاکستان یو وارې بیا د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه دیو ارب ډالرو دپور په پیسو اؤ دغوره معاشي وضعیت په سند ترلاسه کولو کې ناکام شوی اؤ د څلورم اکتوبر نه د۱۵م اکتوبر پورې په دې اړه شوې خبرې بې نتیجې پائ ته رسېدلي دي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وایي دا مذاکرات په داسې حال کې ناکام شوي چې پاکستان دپور دپیسو ترلاسه کولو دپاره د ایي ایم ایف لخوا لګول شوی دبجلۍ اؤ پټرولو دنرخونو سیوا کولو شرطو هم منلی ؤ.

پاکستان په دې وروستیو کې دپټرولو ،بجلۍ بیعې لوړې کړي چې څېړونکي دا دایي ایم ایف نه دپور دپاتې پیسو ترلاسه کولو دپاره ددغه مالیاتي ادارې شرطونه ګڼي اؤ پاکستان کې په دې پرېکړو سخت غبرګون هم مخې ته راغلی دی.

خو حکومت وایي چې په نړیوال مارکیټ کې دتیلو دبیعو لوړیدو اؤ د روپۍ د ارزښت غورځېدو له امله یې دتیلو بیعې لوړې کړې دي .

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر دخالي په ورځ ویلي کله چې نړیوال مارکیټ کې دتیلو نرخونه پریوځي نو پاکستان کې به یې هم بیغې راټيټې شي خو هغه دا هم ویلي دي چې هیواد یوازې په سبسډي ورکولو نه شي چلیدلی.

کال ۲۰۱۹م کې پاکستان دخپل غورځېدلي اقتصاد اډاڼې دپاره ایي ایم ایف نه په پور د شپږو اربو ډالرو ترلاسه کولو تړون کړی ؤ اؤ دغو پیسو کې دنورو یو ارب روپو ترلاسه کولو په غرض دپاکستان دخزانې مرکزي وزیر شوکت ترین دایي ایم ایف چارواکو سره لیدنې اؤ اوږدې خبرې کړې دي خو ټریبیون ورځپاڼه وایي چې پاکستان نه دی توانېدلی چې ایي ایم ایف دپور د پیسو په قسط ورکولو قانع کړي.

د رپورټ له مخې دخزانې وزیر شوکت ترین دایي ایم ایف د منیجنګ ډایریکټرې کرسټلینا جاجیوا اؤ جنوبي اؤ منځنۍ ایشیاء دپاره د امریکې مرستیالې معاون خارجه وزیر ډونلډلو سره هم جلا،جلا لیدنې کړي خو برېښي داسې چې دغو لیدنو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې ده.

سږکال دفرورۍ میاشت کې ایي ایم ایف نه دشپږو اربو ډالرو دپور ترلاسه کولو دپاره پاکستان په کومو شرطونو راضي شوی ؤ هغې کې دبجلۍ په قانون نیپرا اؤ دمرکزي بینک په قانون کې بدلون،اضافي ټیکسونه لګول،دبجلۍ اؤ ګیس بیعې لوړول اؤ دې سره بیلابیلو څانګو ته ورکړل کیدونکې سبسډي یا رعایتونه ختمول شامل دي.

داقتصادي چارو څېړونکي ښاغلی قیصر بنګالي وي او ای ډیوه ته ویلي ایي ایم ایف مدام د پور ورکولو دپاره دوه شرطونه ږدي چې هغې کې یوه د بجټ اؤ بله د کرنټ اکاونټ خساره راکمول وي.

هغه وایي ایي ایم ایف دا شرطونه پاکستان ته ځکه ږدي چې دې هیواد سره د ګټې وټې سیوا کولو کومه خپله تګلاره نه وي.

ټریبیون ورځپاڼې پاکستان دپاره دایي ایم ایف داستازې ټریسا ډابن سانچیز چې اوس اوس یې ذمه وارۍ سرته رسیدلي،له خولې ویلي چې مونږ پاکستاني چارواکو سره په پالیسو اؤ اصلاحاتو دمذاکراتو داسې دوام ته منتظر یو چې د شپږمې جائزې دسرته رسیدو اساس جوړ شي.

دا دوهم ځل دی چې پاکستان اؤ ایي ایم ایف د پور دشپږم قسط ترلاسه کولو دپاره اتفاق ته نه دي رسیدلي، تر دې وړاندې په جون کې هم دغسې یوه هڅه ناکامه شوې وه.

سږکال دمئ په میاشت کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته دپاکستان دخزانې وزیر شوکت ترین ویلي چې دپور ورکولو دپاره ایي ایم ایف پاکستان ته کوم شرطونه اېښودلي دي هغه یو سیاسي قیمت لري اؤ دا پروګرام ډیر مشکل دی.

دخزانې وزیر تر دې وړاندې دقایمه کمیټۍ غونډه کې د ایي ایم ایف څخه دپور اخستلو دپاره جوړ پروګرام ته دبیا کتنې وینا کړې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG