لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند د ولقې لاندې کشمير کې دوه نور مزدوران په ډزو وژل شوي


پولیسو ویلي د هند د ولقې لاندې کشمیر کې د اتوار/ يکشنې په ورځ (17 اکتوبر) دوه نور مزدوران په ډزو وژل شوي دي.

پولیسو ويلي دواړه مزدوران چې هندوان وو تعلق يې د بهار سره وو د کشمیر په جنوبي سيمه وانپوه کې وژل شوي او بل ټپي شوی دی.

له دغې يوه ورځ هم په دوه نورو پېښو کې دوه نور کسان وژل شوي چې يو پکې هندو او تعلق يې د بهار سره وو او بل مسلمان وو.

د يادو څلورو کسانو د وژنې زمه واري په سمدستي ډول کومې ډلې نه ده منلې.

د اې اېف پي ترمخه د هند د ولقې لاندې کشمیر کې حالات د هغه وخت نه ډېر خراب شوي چې کله په کال 2019 کې د هند وزيراعظم نريندرا مودي د يادې سيمې قانوني حیثیت بدل کړی او دغه سيمه يې نېغه د نوي دهلي د واک لاندې راوستې ده.

د يادې پرېکړې سره سم هند سيمې ته د زرګونو په شمېره کې نور امنیتي سرتيري ليږلي چرته چې د وړاندې نه د نيم ملين پورې امنيتي سرتيري موجود دي او په سیمه کې مواصلاتي رابطې قطع کړی شوي دي.

مودي ویلي وو د دغه بدلون سره به په سيمه کې د لسيزو راهسې روان تشدد ختم شي او په کشمير کې به خوشالي راشي.

خو د کشمير ځايي خلک په سیمه کې نوی قانون عملي کول د سيمې د خپلو خلکو په ځای د بهر خلکو په ګټه ګڼي.

د تیرې اوونۍ راهسې د هند د ولقې لاندې کشمير کې د تشدد پېښې سېوا شوي او تيره اوونۍ د درې هندوانو او سيکانو په ګډون اووه تنه وژل شوي وو.

د يادو پېښو زمه واري د مزاحمتي فرنټ (دې رېزسټنټ فرنټ) په نوم ياغې ډلې منلې او تور يې لګولی وو دغو کسانو د هند د امنيتي ادارو دپاره کار کولو.

د اې اېف پي د خبر ترمخه روان کال تراوسه پورې 32 ملکي وګړي وژل شوي چې پکې اکثريت د مسلمانانو دی.

د دې ترڅنګ د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ هم نښتې شوي چې پکې 30 تنه (پوځيان او ياغيان) وژل شوي دي.

پوليسو ویلي تيره اوونۍ د مزاحمتي فرنټ پينځه وسله وال وژل شوي وو.

د خالي/ شنبې په ورځ پوځ ويلي د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير په وېشونکې پوله نښته کې دوه پوځيان وژل شوي وو.

کشمیر په کال 1947 کې د پاکستان او هند د ازادۍ په مهال دوه ځايه وېشل شوی او د هغې وخت نه دغه سيمه لانجمنه پاتې شوې ده.

په 1989 کې د هند د ولقې لاندې کشمير کې د هند د ولقې پرضد وسله واله مبارزه پېل شوې او دغلته موجودې ډلې ازادي يا په پاکستان کې شاملېدل غواړي.

په ياده سيمه کې په جګړو کې تراوسه پورې د لکونو په شمېره کې کسان وژل شوي چې زياتره یې ملکي وګړي يا عام خلک دي.

هند په پاکستان تورونه لګوي چې په کشمير کې د ياغيانو ملاتړ کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG