لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: مخالفه ګوندونو د تحریک انصاف د حکومت د ګرانۍ پرضد احتجاجي مظاهرې اعلان کړي


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړ د مخالفه ګوندونو اتحاد (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) اعلان کړی د حکومت د ګرانۍ پرضد به احتجاجي مظاهرې کوي، بل لور ته پيپلز ګوند هم د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کړي، خو حکومت ويلي که په نړۍ کې څيزونه ګرانيږي په پاکستان کې به هم ګرانيږي.

د پاکستان ډېموکرېټک مومنټ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د اتحاد د مشرانو سره د ليدو وروسته پرون د اتوار په ورځ (17 اکتوبر) په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، د ګرانۍ پرضد به اولس له مېدان ته راوتل وي او پي ډي اېم به د خلکو سره اوږه په اوږه په احتجاج کې شامل وي.

هغه وويل دوی د ګرانۍ پرضد د ضلعو کچه احتجاجي مظاهرې اعلانوي.

نوموړي ويلي په خلکو غږ کوي چې په مظاهرو کې يې ګډون وکړي. هغه د حکومت په پاليسيانو نيوکې کړي او زياته کړې يې ده د ملک د اقتصادي پرمختيا کچه مخ په لاندې روانه ده او د تیلو د ګرانولو يادګېرنه یې کړې چې حکومت په څلورو میاشتو کې اته ځله پټرول ګران کړي او د 15 جون نه د پټرولو قيمتونه د 30 روپو نه زيات ګران کړی شوي دي.

پي ډي اېم دغه نيوکي او احتجاجي مظاهرې په داسې حال کې کړي چې حکومت د خالي/ شنبې په ورځ 16 اکتوبر د تيلو قيمتونه سېوا کړي او د يو ليټر پټرولو په سر 10 روپۍ او 49 پېسې سېوا کړی شوي دي.

خو د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چودري په ټویټر ويلي، د تيلو په قيمتونو سېوا کېدو داسې پروپېګنډا کيږي لکه چې مونږ د دنيا په کومه بله سياره يو، که چرته په دنيا کې تيل او ګېس بره ځي نو په پاکستان کې به هم سېوا کيږي ټول ملک په سبسډۍ نه شي چېلدی، نن قيمتونه بره دي سبا به کم شي نو دلته به هم کم کړی شي.

هغه دعوه کړې معاشي ستونزې په وقتي توګه دي، د صنعت، کرکيلې او ودانيو شعبې په تاریخي ګټه روانې دي.

بل لور د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري تيره ورځ په کراچۍ کې د ګوند يوې جلسې ته په وېنا کې هم د تحریک انصاف په حکومت او وزیراعظم عمران خان نيوکې کړي چې څومره وعدې يې کړې وې هغه يې نه دي وفا کړي. هغه ويلي د حکومت پرضد به تحریک چلوي.

نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په وروستيو کې ويلي په پاکستان کې روان مالي کال 2022 کې څلور فیصده د اقتصادي ترقۍ وړاندوینه کړې ده او ویلي یې دي چې د ګرانۍ کچه به 8.5 فیصده او د بې روزګارۍ کچه به 4.8 فیصده وي.

د پاکستان حکومت د روان مالي کال قامي بجټ کې د اقتصادي پرمختیا کچه 4.8فیصدي مقرر کړې وه.

پوهان وایي په روان کال کې به ګراني د دې نه نوره هم زیاته شي او کرنټ اکاونټ خساره به د 12 اربه ډالره نه هم سېوا شي او اقتصادي پرمختیا به د څلور فیصده نه زیاته وي.

XS
SM
MD
LG