لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د غلام خان په پوله دې اسانتياوې برابر کړی شي، سوداګر وايي


د افغانستان سره د شمالي وزيرستان د سوداګرۍ په پوله غلام خان بندر سوداګر شکايت کوي چې په دغه پوله دې سوداګرو ته اسانتياوې برابر کړی شي، ځکه چې د اسانتياو د نشتوالي له امله دوی د غټو ستونزو او تاوان سره مخ کيږي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او (قومي جمهوري غورځنګ ګوند) مشر محسن داوړ وايي، پرون د ګل/ دوشبې په ورځ يې د پاکستان او افغانستان پارلیماني کمېټۍ ته سره ليدلي، نوموړي وايي په دغه ليدنه کې يې د غلام خان بندر په پوله د اسانتياوو د نشتوالي خبره راپورته کړې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په ليدنه کې يې دا خبره په ګوته کړه چې دغه پوله دې د 24 ساعتونو دپاره پرانستل شي، په ګمرکاتو (کسټم) کې او په تګ راتګ کې دې اسانتياوې برابر کړی شي.

هغه زياته کړه په دغه مهال د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر د اېن اېل سي او ګمرکاتو محکمې ته لارښوونه وکړه چې دغه ستونزې دې په سمدستي ډول هوارې کړی شي.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی يو سوداګر شېر ولي وايي، اول د ضرب عضب عملياتو له امله یې کاروبار تباه شوی خو بيا وروسته یې ځینې هېلې پېدا شوې وې چې دغه پوله به پرانستل شي او روزګار به يې روان شي.

خو نوموړی وايي په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره د دوی کاروبار په ټپه ودرېدلی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، اول به تر خوست پورې تلی شو خو اوس هر څه په ځای ولاړ دي او د افغانستان د لوري چې اوس ګاډي راځي پاکستان لوري ته د خنډانونو سره مخ کيږي چې له امله يې کاروبار د نشت برابر شوی دی، په پوله د ويزې اسانتيا نشته، تګ راتګ نه شي کولی، ټولې ستونزې لري ځکه سوداګر مجبور شوي چې په احتجاج لاس پورې کړي.

يو بل سوداګر ملک نعيم وايي، د افغانستان د لوري نه سبزيانې، مېوې او سکاره راوړي، په پوله نزدې میاشت وخت په دغو توکيو راړولو لګي، ځکه چې د افغانستان د لوري نه پولې ته ګاډي زر راشي خو بيا چې ګاډي د غلام خان بندر ته راشي، په ګاډي کې ټول سامانونه د کسټم دپاره ښکته شي، ټول وکتل شي کسټم يې وشي او د کسټم دپاره دوه کسان ناست دي، ځکه د کسټم په عمل او بيا په ټرمينل د سامانونو په ښکته کولو د يوې مياشتې پورې وخت ولګي.

هغه وويل سکاره په مياشت کې څه نه کيږي خو سبزيانې او مېوې يې خرابې شي او دغه سوداګري يې په تاوان تماميږي، ځکه دوی غوښتنې کوي چې په پوله دې ټولې اسانتياوې برابرې کړی شي، په کسټم کې دې نرمي وشي، عمله دې سېوا شي او ګاډو ته دې د ټرمنل په ځای نېغ ميرانشا ته د راتګ اجازه ورکړی شي.

د شمالي وزيرستان ځايي انتظاميه مني چې د غلام خان په پوله مسلې شته خو بيا هم د ورځې په سر د 150 نه تر 200 پورې ګاډي د افغانستان د لوري راځي، سبزيانې، مېوې او نور توکي راوړي.

انتظامیه وايي د بنو نه تر غلام خان پورې د غبرګ سړک منظوري شوې، او په پوله چې نورې کومې ستونزې سوداګر په ګوته کوي دغه د کورنيو چارو د وزارت سره تړاو لري، چې د هغه ځای نه دوی ته کومه لارښوونه کيږي دوی يې عملي کوي.

XS
SM
MD
LG