لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي مشرتابه ته د افغانستان په اړه احوال تير کړی شوی


د پاکستان د پوځي مشرانو ته د استخباراتي ادارې (انټر سروسز انټيليجنس ايجنس، ايي اېس ايي) مشر په ملک کې د امنيت او افغانستان په اړه احوال تير کړی دی.

پوځ ویلي، د ګل/ دوشنبې په ورځ (18 اکتوبر) د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو سره په ګډه د ايي اېس ايي مرکزي دفتر ته ورغلی دی.

ويل شوي جنرل باجوه د ايي اېس ايي په تياريانو د اطمنان څرګندونه کړې ده.

د ايي اېس ايي مشر جنرل فېض حميد پوځي مشرانو ته په کورني امنيت او د افغانستان په روانو حالاتو احوال تير کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشران د ايي اېس ايي مرکز ته په داسې حال کې ورغلي چې په افغانستان کې طالبان په 15 اګست په واک کې راغلي خو تراوسه پورې د طالبانو حکومت په رسميت يو ملک هم نه دی منلی يا پېژندلی.

د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرل فېض حمید په اووم ستمبر د کابل سفر هم کړی وو.

بل لور ته په پاکستان کې دننه د ايي اېس ايي د شته مشر جنرل فېض حمید تبادله شوې پوځ يې په اړه خبر پاڼه خپره کړې او د ايي اېس ايي د نوي مشر اعلان هم شوی دی، خو حکومت دغه اعلاميه تراوسه نه ده خپره کړې.

د پاکستان پوځ په شپږم اکتوبر ويلي وو، د ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل فېض حمید د پېښور کور کمانډر ټاکل شوی او د هغه په ځای لفټننټ جنرل نديم احمد انجم د ايي اېس ايي نوی مشر ټاکل شوی دی.

خو پاکستانۍ ميډيا بيا داسې خبرونه خپاره کړي چې د ايي اېس ايي د نوي مشر په ټاکنه د پوځ او حکومت ترمنځ اختلافات موجود دي.

وروسته وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ليدلي او د طلاعاتو وزير فواد چودري په 12 اکتوبر ويلي وو، د وزيراعظم په مشرۍ د کابينې غونډه شوې، او زياته کړې يې وه د ايي اېس ایي د نوي مشر ټاکنه به د قانون ترمخه کيږي.

او پرون د ګل/دوشنبې په ورځ (18 اکتوبر) نوموړي بيا ویلي، د حکومت او پوځ ترمنځ ټولې مسلې هوارې دي او په دې روانه اوونۍ کې به د ايي اېس ايي د نوي مشر اعلامیه خپره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG