لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ای ایم ایف: د افغانستان اقتصاد به په روان کال کې 30 فیصده ته را کم شي


واشنګټن ـــ د پیسو نړیواله اداره ای ایم ایف وایي، ټاکل شوې چې د افغانستان اقتصاد په روان کال کې تر 30 فیصد پورې را کم شي او وایي دا به د کډوالو بحران لا زیات کړي چې له کبله به یې ګاونډي هېوادونه او همدارنګه ترکي او یورپ اغېزمن کړي.

د پیسو نړیوالې ادارې د سیمې اقتصاد ته د کتنې په اړه پخپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستان سره بهرنۍ غیربشري مرسته بنده شوې او بهرنۍ شتمني یې کنګل شوې ده. وایي د دې هېواد په مرستو پورې تړلی اقتصاد له ګڼو مالي او د پیسو د ادا کولو له بحران سره مخ دی.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې ای ایم ایف وایي د اقتصادي ځوړتیا له کبله چې د خلکو د ژوند حالت هم مخ په کښته روان دی دا د دې هېواد په میلینونو کسان له غربت سره مخ کوي او بشري بحران ته لاره هواروي.

ای ایم ایف دا خبره په داسې وخت کې کړې چې امریکې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان شاوخوا نهه نیم اربه ډالره کنګل کړي دي.

د منځني ختیځ او منځنۍ اېشیا لپاره د ای ایم ایف مشر جهاد آزور سي این بي سي ټیلیویژن ته په مرکه کې ویلي، د افغانستان حالات حتی تر هغه هم خراب دي چې تر طالبانو مخکې ورسره مخ وو:

"افغانستان د وچکالۍ او کرونا په شمول له ګڼو ټکانونو او صدمو سره مخ دی، دا صدمې یې اقتصاد 20- 30 فیصده ته را کمولای شي، واردات یا درآمدات به یې کم شي، د افغانۍ ارزښت به ولوېږي او ګراني به زیاته شي".

د پیسو نړیواله اداره وایي د دې تمه شته چې په افغانستان کې روانه ګډوډي په سیمه او نوره نړۍ کې هم مهمې اقتصادي او امنیتي ستونځې خپرې کړي. که څه هم په دې اړه یې د ممکنه شمېر څه اټکل نه دی کړی، خو وایي له دې سره به لوی شمېر خلک له افغانستانه کډه شي. ای ایم ایف پخپل رپوټ کې لیکلي:

"د کډوالو زیات شمېر د هغو هېوادونو پر ملکي سرچینو نور بار اچولای شي چې د کډوالو کوربانه دي، پر کارونو اغېز کولای شي او ټولنیزې ناارامۍ ته لاره برابرولای شي، په داسې حالاتو کې د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا ده".

ای ایم ایف د یوې اندازې له مخې وایي که یو میلین (لس لکه) نور افغانان له خپل هېواده کډه شي او په نورو هغو هېوادونو کې مېشت شي چې هلته مخکې هم کډوال اوسېږي دا به د هغو هېوادونو د کال خرڅ نور هم زیات کړي.

وایي د دغو شاوخوا یو میلین کډوالو د کوربتوب کالنی خرڅ به په تاجکستان کې تر 100 میلینه ډالرو پورې وي چې د کورني پیداوار 1.3 فیصده یې جوړېږي، په ایران کې به شاوخوا 300 میلینه ډالره وي چې د کورني پیداوار 0.03 فیصده یې کېږي او په پاکستان کې به تر 500 میلینه ډالرو زیاته وي چې ددې هېواد د کورني پیداوار 0.2 فیصده جوړېږي.

تاجکستان تېره میاشت ویلي وو، تر هغه وخته چې نړیوالې مالي مرستې ورسره نه وي شوې نه شي کولای چې د زیات شمېر کډوالو بار پر خپلو اوږو واخلي، له دې سره سره د منځنۍ اېشیا نورو هېوادونو هم ویلي چې کډوالو ته د ځای ورکولو څه پلان او اراده نه لري.

د پیسو نړیواله اداره وایي یوه بله لاره چې د افغانستان اقتصادي ستونځې کېدای شي د دې هېواد څنګلوري هم اغېزمن کړي هغه تجارت دی. وایي افغانستان ته زیات صادرات یا د سامانونو ور لېږل په اقتصادي او ټولنیزه توګه په ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان پورې تړلي دي.

ای ایم ایف وایي افغانستان مخکې له دې کبله چې په زیاته کچه له بهرنیو مرسته کوونکو څخه ګټه اخیستونکی هېواد وو د نغدو ډالرو سرچینه وه، چې وایي په هغه کې به قانوني ډالر هم وو او ممکن د پولې له لارې به غیرقانوني هم ورته راتلل، خو وایي اوس دا سرچینه په وچېدو ده.

XS
SM
MD
LG