لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان خارجه وزیر اؤ دایي ایس ایي مشر کابل ته رسېدلي،ملاحسن اخند سره یې لیدنه کړې


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي داستخباراتي ادارې دمشر جنرال فیض حمید اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو په ملتیا دپنجشنبې یا زیارت په ورځ په یو ورځني سفر کابل ته رسیدلی دی.

افغانستان کې په ۱۵م اګست دطالبانو لخوا په حکومت له قبضې وروسته دپاکستان دکوم لوړ پوړي حکومتي چارواکي کابل ته دا وړومبی سفر دی ،خو دایي ایس ایي مشر دطالبانو دلنډمهاله کابېنې له اعلانیدو وړاندې هم دکابل سفر کړی ؤ.

کابل ته په رسیدو دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په هوایي ډګر شاه محمود قریشي ته تود هرکلی ویلی اؤ وروسته پاکستاني پلاوي د طالبانو د حکومت دمشر یا رئیس الوازرا ملا حسن اخند سره هم لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان په ګډون لا تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی خو پاکستاني چارواکي وخت په وخت دنړیوالې ورورولۍ نه دطالبانو حکومت سره دمرستې غوښتنې کوي.

نړیوال مطبوعات اؤ دطالبانو دحکومت مخالفین پاکستان دطالبانو په ښکاره ملاتړ تورنوي اؤ دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې باید پاکستان دافغانستان داستازیتوب کولو څخه ډډه وکړي.

پاکستاني رسنۍ وایي دملاحسن اخند سره شوې دغه لیدنه کې دطالبانو دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اؤ نور لوړپوړي چارواکي هم موجود وؤ.

لیدنه کې دافغانستان اؤ پاکستان د دوه اړخیزه اړیکو په ټولو اخونو اؤ د اړونده خوښۍ په څانګو په ځانګړې توګه دسوداګرۍ په غځولو خبرې اترې شوي دي.

دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وایي چې په دغه لیدنه کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي طالب مشران افغانستان کې دامن دټینګښت اؤ د راتلونکي تګلارې لپاره د پاکستان دنظر څخه خبر کړي دي .

د رپورټ له مخې ملا حسن اخند دپاکستان لخوا افغانستان سره په سختو شرائطو کې دشوؤ مرستو ستاینه کړې ده.

رسنیو دشاه محمود قریشي له قوله ویلي چې دافغانستان د ورور ګاوندي هیواد په توګه پاکستان دسیمې دامن اؤ ثبات دپاره زړه پورې هڅې کوي اؤ افغانستان سره یې دوه اړخیزه تجارت کې داسانیو پیدا کولو په غرض په پوله د اوښتو را اوښتو لارې یا پوانټونه سیوا کړې دي.

هغه ویلي چې پاکستان د کرونا وایرس د رامنځته شوي وضعیت په تناظر کې د ویزو اؤ تګ راتګ په اړه هم افغانانو ته اسانۍ ورکړې دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر ددې سفر په اړه خپل یو بیان کې ویلي چې دګاونډي هیواد په توګه پاکستان مدام دافغانستان ترڅنګ ولاړ پاتې شوی دی اؤ دکابل پخپل دې سفر کې به هم خارجه وزیر دسیمې دامن اؤ ثبات په معاملو دپاکستان نظر روښانه کوي.

دخارجه وزیر شاه محمود قریشي سره کابل ته تللي هئیت کې افغانستان دپاره دپاکستان ځانکړی استازی محمد صادق هم شامل دی چا چې یوه ورځ وړاندې دمسکو دغونډې په موقعه دچین اؤ روسیې چارواکو سره هم دطالبانو دحکومت په اړه خبرې اترې کړې وې.

محمد صادق افغانستان کې دبشري مرستو په پراختیا ټینګار کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې نړیوالې ورورولۍ ته په دې هکله خپل هڅې چټک کول پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG