افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا جنګ ځپلې قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته ترهګرو برید کړی چې پکې د پاکستان د افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دسیمې نه امنیتي سرچینو دا پېښه تایيد کړې او وایي برید د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه په همزوني سیمه کې د شپې پرمهال د امنیتي سرتیرو په پوسته شوی دی.
د دې رپورټ خپرېدو پورې د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي تیره شپه د میرانشاه په همزوني خټي کلي سیمه کې وسله والو د امنیتي سر تیرو په پوسته برید کړی چې تر ډېر ساعت د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر مینځه نښتې دوام لرلو او د امنیتي سرتیرو ځوابي ډزو کې دا برید په شا تمبول شوی دی.
همزوني د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه پينځه کلومیټره لرې سویل لویدیځ سیمه ده او دغلته د پاکستان پوځ په کال 2014م کې عملیات کړي او دا سیمه د وسله والو نه پاکه ګرځول شوې وه.
سرچينو ویلي د ډزو په تازه پېښه کې د پاکستان دوه عسکر نايک خلیل بنګش او سپاهي شاکر په ځای وژل شوي او دوه نور حوالدار امجد او لانس نايک جوهر سخت ژوبل شوي دي. چې په میرانشاه کې پوځي روغتون ته وړل شوي. او هلته یې درملنه روانه ده.
يو امنيتي چارواکي وويل د ډزو وروسته په زیات شمیر سره امنیتي سرتیري د پیښې ځایې ته رسېدلي او لټون عملیات یې پېل کړي دي خو د ډزو په پایله کې وسله والو ته اوښتي زیان معلومات یې نه دي تر لاسه کړي او نه تر اوسه څوک نيولي دي.
د روانې د اکتوبر په میاشت کې یوازې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو د برید کولو دا پینځمه پېښه ده. چې پکې لس پاکستاني عسکر وژل شوي.
تیر شوي بریدونه د شمالي وزیرستان شیوا، سپن وام او ګړیوم سیمو کې شوي دي او دغه پیښو زمه داري لا قانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډلې منلي دي.
د ناامنۍ په دې تازه پېښه وایس اف امریکا ډیوه د سیمې پولیس او انتظامیه سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.
په دې وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو بریدونو او د هدفي وژنو پېښو کې اضافه شوې ده.
په دوېم اکتوبر د پاکستان پوځ ویلي، د شمالي وزیرستان په سپين وام علاقه کې د ترهګرو په بريد کې څلور د فرنټير کور يا اېف سي ځواک څلور او يو د ليويز ځواک سرتیری وژل شوي وو.
په وزیرستان کې وسله وال بريدونه په داسې حال کې چټک شوي چې په 15 اګست طالبانو کابل او نور سیمې نیولې او څیړونکي وايي د زندانو نه یې سلګونو شمیره د پاکستاني طالبانو بندیان خوشي کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزریر شاه محمود قرېشي پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (21 اکتوبر) د لوړ پوړي پلاوي سره چې پکې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حميد هم شامل وو، د کابل سفر کړی دی او طالبانو سره يې د ټي ټي پي او بي اېل اې په اړوند خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.
قرېشي د کابل نه واپسۍ په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي"هغو (طالبانو) ورته ويلي چې د هغو په موجودګۍ کې پاکستان له دا وهم نه دی پکار، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد وکاريږي، هغه که ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) وي، او که بي اېل اې (بلوچ لبرېشن ارمي) وي".
په پاکستان کې په وروستيو کې د ټي ټي پي د بريدونو د سېوا کېدو پوښتنې ته په ځواب کې قرېشي ويلي، "د تحریک طالبان چې حکومت اقدامات دي او پاکستان محسوس کړې ده چې د هغو بريدونه سېوا شوي دي، دغه مسله يې د طالب مشرانو سره شريکه کړې ده، په دغه خبره طالبان پاکستان ته باور ورکړی دی چې په دغه اړوند په نزدې راتلونکې کې پرمختګ هم وشي".