لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي امریکې ته د هوایي لارې ورکولو لپاره یې په هیڅ تړون خبرې نه دي شوې


د پاکستان د خارجه دفتر وياند ويلي چې د امریکا سره د پاکستان د هوايي حدودو د استعمال په حواله هېڅ معاهده نه کېږي او د معاهدې کېدو خبرې سمې نه دي.

د امریکې د صدر جوبايډن انتظامیې قانون جوړونکو ته ويلي چې امریکا د پاکستان سره معاهدې يا تړون ته نزدې شوې چې د پاکستان هوايي لاره په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد پوځي او استخباراتي عملياتو دپاره وکاروي.

د پاکستان د ځايي شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز په خبر کې ويل شوي چې د خارجه دفتر وياند سپيناوی کړی چې د پاکستان او امريکا ترمنځ د سيمه ييز امنیت او ترهګرۍ ضد د يو بل سره د پخوا نه همکاري روانه ده او په دې اړه د پاکستان او امريکا ترمنځ رسمي مشورې هم کېږي.

د معاهدې يا تړون خبر د امریکې سي اېن اېن خبري ادارې د درېو سرچينو له قوله خپور کړی دی.

په خبر کې د سرچينې له قوله ویل شوي چې پاکستان خواهش څرګند کړی چې د دغه تړون په بدل کې د خپلې ترهګرۍ ضد جګړه کې ورسره امریکا مرستې وکړي او د هند سره د اړيکو ښه کولو زمينه ورته برابره کړي.

خو ويل شوي چې په دغه تړون خبرې روانې دي او تراوسه دغې ته ختمي شکل نه دی ورکړی شوی او زياته کړی شوې ده چې دا بدلېدی هم شي.

ويل شوي دغه خبره په سپينه ماڼۍکې هغه مهال شوې چې په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو پرضد د عملياتو احوال وړاندې کولی شو.

د دفاعي چارو کارپوه ليفټننټ جنرال (ر) طلعت مسعود وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي دا به کتل وي چې امریکا دا سهولت څنګه کاروي.

هغه وويل امریکا په چين، افغانستان او نورو هېوادونو نظر ساتلی شي او د پاکستان چې کوم جغرافيايي موقعيت دی د هغې نه امریکا استفاده کولی شي.

نوموړي زياته کړه که د پاکستان او امریکا ترمنځ د احتمالي تړون دا خبر سم وي نو دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لوري ته اشاره کوي.

اخوا د نړیوال چارو څېړنکار ډاکټر سرفراز خان ډيوه سره خبرو کې وويل داعش د افغانستان، پاکستان او نړۍ دپاره جدي ګواښ دی خو وايي د پاکستان نور هم ضرورتونه شته.

هغه زياته کړه پاکستان چې همېشه کوم کارونو کوي په هغې کې د اېف اې ټي اېف او نړیوال مالياتي ادارو چارې په نظر کې ساتي. او دا وخت د پاکستان اقتصاد په خراب حال کې دی.

دوي وايي دوه ورځې مخکې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قريشي، د استخباراتي ادارې اي اېس اي مشر فېض حميد هم د افغانستان سفر کړې وو او کېدې شي چې پدې لړ کې هم هلته خبرې شوې وي او له هغې نه پس د معاهدې کوشش کېږي.

دا تازه خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې امریکې او نېټو د افغانستان نه خپل ځواکونه ویستي دي.

امریکې د اګست په اخره کې ویلي وو د افغانستان نه یې ټول ځواکونه وويسته، د امریکايي ځواکونو د ويستلو عمل په داسې حال کې ترسره شوی وو چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولې وې.

د امریکايي او نېټو ځواکونو د افغانستان نه د وتلو وروسته داسې خبرونه خپاره شوي چې پاکستان امریکې ته اډې ورکوي.

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان امریکې ته د اډو ورکولو څخه انکار کړی او دغه خبره یې څو ځله تکرار کړې ده.

د امریکې د پاکستان سره د پوځي او استخباراتي عملياتو دپاره د هوايي لارې د تړون خبره په داسې حال کې کيږي چې داعش په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهال د کابل په هوايي اډه بريد کړی او د هغې وروسته یې هم د څو نورو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د کابل په هوايي اډه د داعش په بريد کې د 13 امریکايي سرتيرو په ګډون د 200 پورې کسان وژل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG