لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لبیک له حکومت سره د مذاکراتو باوجود د اسلام اباد په لور لاریون پیل کړی


واشنګټن ـــ د پاکستان مرکزي حکومت له ناقانونه مذهبي توندروه ډلې تحريک لبيک سره د مذاکراتو پرېکړه کړې ده او په دې اړه د حکومتي کمېټۍ مشر شيخ رشيد د کمېټۍ له نورو غړو او اړوندو حکومتي چارواکو سره مشورې کړې دي.

تحريک لبيک د خپل ګرفتاره مشر سعد حسېن رضوي د خوشي کولو او له پاکستانه د فرانس د سفير د ایستلو د غوښتنو په سر د لاهور نه د اسلام اباد په لور احتجاجي لاريون پيل کړی دی.

د دفاعي چارو څېړونکی طلعت مسعود وایي د تحریک لبیک غوندې توندروه ډلو له تشدده ډکو فعالیتونو له کبله د پاکستان نوم په نړۍ کې نور هم بدنامېږي، وایي له دوی سره باید نرم چلند ونه شي:

"که دوی په خبره نه پوهېږي نو د پاکستان حکومت باید له دوی سره نرمي‌ ونه کړي او د دوی خلاف طاقت وکاروي".

تېره ورځ په لاهور کې د تحریک لبیک د غړو او پولیسو تر منځ له تشدده ډکې نښتې شوې وې چې د چارواکو په وینا په نتیجه کې یې درې پوليس چارواکي مړه او دواړه غاړو ته د سلګونو په شمېر کسان ژوبل شوى وو.

د وزیراعظم عمران خان په حکم د کورنیو چارو مرکزي وزیر او د مذهبي چارو مرکزي‌ وزیر نورالحق قادري‌ لاهور ته رسېدلي او له حکومتي مذاکراتي ډلې سره یې مشورې کړې دي، خو وړمه ورځ یې رسنیو ته ویلي وو:

"د تحریک لبیک په غوښتنه له پاکستانه د فرانس د سفیر ایستل دا معنا لري چې پاکستان له ټولو یورپي هېوادونو بېل شي".

رپوټونه وایي د تحریک لبیک سلګونه پلویان نن له لاهور ښاره را وتلي او د پایتخت اسلام اباد پر لور یې لاریون پیل کړی دی. د پولیسو او دغو قهرجنو مظاهره چیانو تر منځ پرون هغه وخت نښتې وشوې چې دوی غوښتل د لاهور له مختلفو سیمو د اسلام اباد پر لور تېر شي.

د لاهور پولیسو د امنیت د خرابولو، سرکاري ودانیو او د خلکو شخصي جایدادونو ته د زیان رسولو په تور د تحریک لبیک سلګونه کسان هم ګرفتار کړي دي.

تحریک لبیک دا احتجاجونه بیا په داسې وخت کې پیل کړې چې په وروستیو کې یورپي پارلمان ته په وړاندې شوي قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې په پاکستان کې د مخ په زیاتېدونکې مذهبي توندروۍ له کبله دې د دې هېواد لپاره د تجارتي مراعاتو منصوبې ته بیا کتنه وشي.

د تحریک لبیک د پیل شوي لاریون هدف د اسلام اباد او پینډۍ تر منځ د فیض اباد مقام دی او دې ډلې په تېرو کلونو کې هم دې ته ورته احتجاجونه کړي او غواړي چې د پیغمبر اسلام د خاکو په سر دې د فرانس سفیر له پاکستانه و ایستل شي.

د اسلام اباد او پینډۍ پولیسو د فیض اباد نه چاپېر په دواړو ښارونو کې په زرګونو رېنجرز، پولیس او ملېشه عسکر د امنیت لپاره ځای پر ځای کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG