لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاړه چنار:د دوؤ قبیلو ترمنځ خونړۍ نښته پېل شوي.اته کسان وژل شوي،۱۵ژوبل


پولیس وایي دخیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه کرمه کې دافغانستان دپولې ترڅنګ دځنګلونو په شخړه د دوؤ سیمه ییزو قبیلو ترمنځ خونړۍ نښته پیل شوې چې پکې اته کسان وژل شوي اؤ ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او طاهر اقبال بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا نښته پیواړ اؤ ګیدو سیمو کې دځنګلونو دلرګیو وهلو پسر پیل شوې .

دپولیسو مشر نښته کې داتوؤ کسانو د وژل کیدو اؤ ۱۵نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی خو وایي پولیس په هڅه کې دي چې د دواړو خواؤ ترمنځ ډزبندي وکړي اؤ مورچې پرې خالي کړي.

هغه وایي پولیس اؤ نور امنیتي مامورین سیمې ته رسیدلي دي اؤ هڅه کوي چې د ګورګت نومې غر دلرګیو پسر رامنځته شوی دا جنجال په سوله ییز ډول هوار کړي.

خیبر پښتونخوا اؤ په ځانګړې توګه قبایلي ضلعو کې زیاتره مهال د زمکې دملکیت په شخړو دغسې نښتې کیږي چې تر اوسه پکې په زرګونو کسانو خپل ژوند بائیللی اؤ دغه نښتې بیا په دښمنیو بدلیږي چې تر پېړیو،پېړیو دوام کوي.

دتیر ستمبر په شلمه نیټه هم د خېبرپښتونخوا په بره دير ضلعه کې د زمکې پسر د شخړې د هوارولو دپاره په راجوړه شوې یوه جرګه کې ډزې شوې وې چې لږ تر لږه نهه تنه پکې وژل شوي او څو نور پکې ژوبل شوي وؤ.

هم سږکال دفرورۍ میاشت کې دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د دوؤ قبېلو ترمنځ د زمکې دملکیت په شخړه وسله واله نښته کې شپږ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ.

تیرکال د نومبر په میاشت کې دخیبر پښتونخوا په صوابۍ سیمه کې هم د زمکې پسر دشخړې له امله د روانې یوې جرګې په مهال ډزو کې اته کسان وژل شوي وؤ.

همدغه شان پروسکال د جولایي په ۲۹مه هم په بر دیر سیمه کې د زمکې د ملکیت پسر د دوؤ کورنیو ترمنځ نښته کې نهه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

تیرکال په ۱۸م اګست د کوز دیر په ګوسم سیمه کې دیوې جرګې په مهال دوؤ مخالفو ډلو ترمینځ ډزې شوي وې چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG