لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او د طالبانو حکومت تر خپل منځ د همکاریو لپاره درې اړخیزه کمېټۍ جوړوي


واشنګټن ـــ د افغانستان د وزیراعظم یا رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنیو چارو نګران وزیر امیر خان متقي دا مهال په قطر کې دي‌ او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره یې پرون او نن بېلابېلې ناستې کړې دي.

په دغو لیدنو کې دواړو اړخونو پر دوه اړخیزو سفارتي اړیکو، تجارت، له افغانستان سره د چین پر بشري مرستو، افغان زده‌ کوونکو ته په چین کې د لوړو زده‌ کړو د موقعو برابرولو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې کړې دي.

طالبان وایي‌ چین په دغو ناستو کې له افغانستان سره یو میلین ډالره مرسته کړې او د خوراکي موادو، دارو درملو او نورو برخو کې یې هم د پینځه میلینه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:

"دغه مرستې د افغانستان او چین تر منځ‌ د ښه نیت څرګندونه کوي او د دې ښودنه کوي چې په راتلونکي‌ کې به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې نورې هم پراخېږي او د یو بل په نفع به ډیپلومېټیکې او تجارتي اړیکې رامنځته کېږي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د وانګ یي‌ او امیرخان متقي تر منځ د نننیو خبرو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د یوې درې اړخیزې کمېټۍ د جوړولو پرېکړه وشوه. مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه په یو ږغیز کلیپ کې ویلي:

"یوه کمېټه به د سیاسي موضوعاتو او ډیپلومېټیکو هڅو موضوعات تعقیبوي چې بریالیتوب ته ورسېږي، دویمه کمېټه به د افغانستان او چین تر منځ د همکاریو او تفاهماتو لپاره وي او درېیمه کمېټه به خاص د اقتصادي مسایلو او په افغانستان کې د چین د پروژو د عملي‌ کولو او استخراجاتو په برخه کې د چین پر همکارۍ کار کوي".

که څه هم نړۍ لا د طالبانو کابینه ټولشموله نه ګڼي او وایي‌ د ښځو په ګډون د دې هېواد ټول اړخونه پکې نه شته او د طالبانو حکومت لا د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو طالبانو بیا په هېواد کې دننه او بهر د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره رسمي لیدنې پیل کړې دي.

‌ذبیح الله مجاهد دوې اوونۍ وړاندې وي او اې ته په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چین غواړي په افغانستان کې د اربونو ډالرو سرمایه ولګوي خو وایي د دې لپاره د خپلو کارکوونکو د امنیت ډاډ غواړي. امریکې د طالبانو دا دعوه بې ارزښته بللې وه.

د افغانستان په لوګر ولایت کې د مس عینک کان یوه له سترو معدني وسایلو څخه ده چې د یوې اندازې له مخې د مسو زېرمه یې تر یوولس میلینه ټنه زیاته ده. چین غواړي د دغو مسو د را ایستلو لپاره په افغانستان کې سرمایه کاري وکړي.

د جیانګ شي په نوم د مسو د را ایستلو کمپنۍ په وروستیو کې ویلي، د افغانستان حالات له نیزدې څاري او په مناسب وخت کې به د مس عینک د کان د را ایستلو کار پیل کړي. جیانګ شي او د ایم سي سي په نوم یوې بلې کمپنۍ په 2008م کال کې د 30 کلونو لپاره د مس عینک کان د مسو د را ایستلو تړون ترلاسه کړی وو.

ټاکل شوې سبا په تهران کې د افغانستان پر حالاتو یو کانفرنس وشي. په دې کنفرانس کې به د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر به هم په انلاین بڼه په کانفرانس برخه واخلي.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دوی د حکومت پلاوی به په دغه کانفرانس کې ګډون ونه کړي، خو ښاغلي مجاهد د ایران د دې کار ملاتړ کړی او دا کنفرانس یې د افغانستان په ګټه بللی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG