لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عمران خان سلاکار او د پاکستان سنېټران څوک د سيپېک د ناکامۍ ذمه وار ګڼي؟


واشنګټن ـــ د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې، سیپېک، لپاره د وزير اعظم عمران خان مشیر خالد منصور په امریکه باندې تور لګوي چې د سي پېک کامیابي نه غواړي خو پاکستاني سنېټران وايي د سي پېک پروژې د حکومتي بې غورۍ ښکار دي.

څو اونۍ وړاندې د پاکستان د سېنېټ د پرمختيا کميټۍ غونډې ته د یادې کمېټۍ مشر سليم مانډوي واله ویلي وو د پاکستان حکومت د سي پېک نه په شا شوی دی.

د سليم مانډوي واله په خبره اسلام اباد کى د چين سفير ده (مانډوي واله) ته ويلي د پاکستان د ناست حکومت د بۍ غورۍ له امله سي پيک پروژه د تباهۍ سره مخامخ ده.

خالد منصور د کراچۍ ايي بي ای نومې تعلیمي ادارې غونډې ته ویلي پاکستان په تېرو وختونو کې د غربي نړۍ سره د مرستو او اتحادونو په سر اغېزمن شوی دی ځکه اوس پاکستان دا نه شي زغملى چې د سي پېک په ضد سازشونه کامياب شي او پاکستان د اربونو ډالرو د دغې پروژې د ګټو نه محرومه پاتې شي.

د پاکستان په سېنېټ کې د پرمختیا د کمېټۍ بل غړي سنېټر طاهر بزنجو ویلي، نه ده پکار چې په سي پېک باندې کار د سستۍ ښکار شي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې ښاغلي برنجو وويل په سيپېک به څوک خوشاله وي او څوک به یې نه شي زغملى خو بايد پاکستان خپل ګريېان ته وګوري چې ولې په سيپېک پروژو کار ډېر ورو کيږي؟

په پاکستان کې اکثره په حکومتي او غېر حکومتي کچه د ځینو ناکامیو تور په بهرنیو هېوادونو او یا مالي ادارو لکه اي اېم اېف یا ولډ بېنک باندې اچول کېږي.

د چین سره د اړیکو په اړه د ښاغلي منصور خبرې په حکومتي کچه کوم لومړی بیان نه دی. دې نه وړاندې وزير اعظم عمران خان هم ویلي وو په پاکستان فشار اچول کېږي چې د چین په مخالف کېمپ کې شامل شي.

د وزیر اعظم د سلاکار خالد منصور البته یو ګام مخکې تلی او نېغ په نېغه يې په امريکا د سي پيک په ضد د تخريب تور پورې کړی. واشنګټن کې چا تر اوسه دغه تور ته ځواب ویلی نه دی.

امریکايي مامورینو وخت په وخت د سيپېک منصوبې د شفافیت په اړه عدم اعتماد څرګند کړی او ویلي یې دي چې سيپېک به پاکستان د چین په قرضونو کې ښکیل کړي.‌ چین دا خبرې ردوي.

د عمران خان سلاکار د سيپېک په اړه وستۍ خبرې په داسې وخت کړي چې په حکومت دا الزام لګول کېږي چې د سيپېک نه پام اړوول غواړي.

سنېټر بزنجو وويل په نورو هيوادونو باندې د تورونو په ځاى بايد پاکستان په دې اړه خپل نيمګړتياوې لرې کړي.

خبريال او څيړونکى شهباز رانا وايي د امريکا د سيپېک مخالفت څه پټه خبره نه ده خو په دې اړه د پاکستان اړونده وزارتونو کارکردګي هم په ډاګه ده.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې شهباز رانا زياته کړه چې د پاکستان او چينايي حکومتي چارواکو باندې مشتمله ګډه سټيٸرنګ کمېټۍ په تېرو دريو غونډو کې دا خبره تایید شوې چې حکومتي ادارې او وزارتونه په ټاکل شوي معياد کې د سیپېک پروژو په سر ته رسولو کې پاتې راغلي دي.

د وزير اعظم عمران خان سلاکار خالد منصور له تر اوسه په سيپېک پروژه کې د 25 اربه ډالرو سرمايه کاري تایید کړې ده.

نړیوال مطبوعات د چین په اقتصاد کې ناڅاپي سوړبازارۍ او د لویو چینايي شرکتونو لکه اېورګرانډې او نورو د تاوانونو رپوټونه ورکوي. ځينو څېړنیزو مقالو کې دا هم راغلي چې د چين سوړ بازار د صدر شي پېنګ د بي ار ايي (کمربند، سړک منصوبه) يا رېښمین سړک جوړولو خوب نیمګړی کړی دی.

سيپېک هم د دغه خوب يا بي ار ايي برخه ده، خو د پاکستان حکومت په دغو منصوبو کې د نیمګړتیاو په اړه نه د چين خراب اقتصاد او نه هم چینايي انجېنېرانو ته د امنیت په لړ کې په پرتو چېلنجونو خبرې کوي.

د پاکستان د دواو صوبو بلوچستان او خېبر پښتونخوا په ګډون کراچۍ ښار کې چینايي کارکونکو او ډپلومېټانو باندې څو وارې حملې شوي او دا هغه سبمې دي چې چين پکې د انرژۍ ځېني پروژې لري.

په پښتونخوا کې په يوه وروستۍ حمله کې نهه چینايي کارکونکي وژل شوي دي. او د بلوچستان سرښار کوټه کې په يوه حمله کې د چین سفیر حدف شوی وو خو نوموړی د حملې په وخت هغه ځای کې نه وو.

پاکستان ته د چین په قرضو هم نیوکې کېږي. د امریکا یوې ادارې اېډ ډېټا په خپل یو وروستي رپوټ کې ویلي وو چې پاکستان ته ورکړل شوو قرضو کې ۴۰٪ حکومتي ادارو ته ورکول کېږي. او بل دا چې چینايي پورونه د سود لوړه کچه لري. اېډ ډېټا د سود کچه تر ۴٪ پورې ښودې. د دې په پرتله، د غربي هېوادونو او مالي ادارو د قرضونو د سود کچه اکثره ۱٪ وي.

XS
SM
MD
LG