لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تورخم دروازه پېښور ته اوښتي افغانان دخپلو تکلیفونو کیسه کوي


د پاکستان حکومت د لوري د رواني مياشتي ۲۱مې نېټې نه دهغه افغان وګړو لپاره چې انلاین يا سټیکر ويزې لري دتورخم پولې پرانستل کیدو وروسته په تورخم لاره افغانستان پاکستان ته دافغانانو د راتګ بهیر نور هم چټک شوی دی.

ډيوه ته دترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې دتېر یو شوا روز پرمهال د افغانستان نه ۲۶۰۰ ته نژدې کسان را اوړیدلي دي.

دننګرهار دکامي ولسوالۍ اوسیدونکی محمد نبي هم له دغو کسانو څخه دی چې پرون مازيګر پيښور ته رارسيدلی دی،هغه وي او ای ډیوه ته وایي چې پېښور ته په راتګ کې یې ډيرې سختې ګاللې دي، ټوله شپه یې د شين اسمان لاندي په ویښه تيره کړې ده.

دمحمد نبي په وينا کله نه چې تورخم پوله پرانستل شوې ده نو په پوله ډېر رش سيوا شوی دی خو د راتلونکو بي وسه افغان وګړو ستونزې اوس هم نه دي کمي شوي ځکه چي اوس هم د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله خلک په ورځو ورځو انتظار کوي.

خپلو خبرو کې محمد نبي وويل اوس هغه افغان ميرمنې ډېري تکليف لري چاسره چې دغيږې ماشومان وي.

نوموړی وایي "د پاکستان چارواکي شپږ،اووه مياشتو نه د زیات عمر لرونکو کوچنيانو ته بغير د ويزي پاکستان ته داوښتو اجازه نه ورکوي هرڅو که دوئ څو ورځي تکليف تير کړې دروازې ته رارسيدو کي خو بيرته مايوسه ستانه شي"

هغه زیاتوي دا مهال افغانستان کې ادارې تړلې پرتې دي اؤ پاسپورټ جوړول هم افغانانو ته یوه ستره ستونزه ده.

پاکستان دمئ په اتمه نیټه افغانستان سره خپلې ټولې پولې د هاغې غاړې نه د کرونا وایرس دمخنیوی په غرض تړلې وې چې له دې امله دتورخم دلارې دواړه اړخونو خلکو پیاده تګ راتګ نه شو کولی.

د محمد نبي ترڅنګ دننګرهار یو بل استوګن ميرويس وایي هغه چې د دريوؤ ورځو له تکليف وروسته خپله په کينسر اخته مور په کوم تکليف پيښورته علاج دپاره رارسولې هغه مشکلات نه شي بيانولی.

هغه وایي په تورخم پوله عزت منده مشران، ميرنې وهل ټکول کيږي ځکه چې رش ډېر زیات دی او هر يو تن ځان وړاندي کول غواړي۔

دی وایي د تورخم په پوله اوس هم څلويښتو پورې مريضان پاکستاني چارواکي علاج دپاره پريږدي بايد چې دا شميره سيوا کړي ځکه چې افغانستان کي دصحت په برخه کي خلک ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هلته "شفاخانو کي د کينسر، ګردو يا د زړه د ناروغو درملنه نه کيږي او په زرګونو بيماران پاکستان ته راتګ دپاره ليواله دي"

پنځوس کلن نقيب الله هم دجلال اباد څخه مريض دځان سره پېښور ته راوستی هغه ډېوه ته وایي هوا په يخيدو ده راتلونکې ورځې به افغانستان کي ډېري سختي وي ځکه چې يو خو به سخت ژمی وي او بل خلک معاشونه نلري نو فکر دا دی چې خوري به څه؟

نقيب وويل په افغانستان کي د نوي نظام دراتګ وروسته کار روزګار دنشت برابر پاتې دی نن سبا د يوې ورځې دياړي هم خلک د چا په سفارش لټوي.

هغه د نړۍ شتمنو هيوادونو نه غوښتنه وکړه چې د موسم نور سختيدو نه وړاندې باید د خوراک او ګرمو کالو په مد کي افغانانو سره پراخه مرستي وکړي.

د تورخم په پوله پاکستاني چارواکي وایي وړاندې به دتورخم د لارې د ورځې په کچه د لسو زرو نه نیولي تر پینځلسو زرو کسانو د پولې دواړه غاړو ته سفر کولو اؤ د عامو خلکو دغه تګ راتګ څه د کرونا وبا او وروسته دطالبانو په واک کې د راتلو له امله سلګونو ته راکم شو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG