لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته په افغانستان کې داعش او القاعده پياوړې کيږي


يو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ويلي، د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته دغلته داعش او القاعده په تندۍ سره ځان پياوړی کوي او دا د امریکا او لويدیځ پرضد د بريدونو د اعتبار وړ اندېښمنه خبره ده.

د پېنټاګون يو لوړ پوړي چارواکي د نهې/ سه شنبې په ورځ قانون جوړونکو ته ویلي، د تازه پټو مالوماتو څخه مالوميږي چې داعش خراسان په بهرنيو هېوادونو کې د عملياتو دپاره تندي نيولې او د القاعده ترهګر جنګیالي هم په دغه عمل کې شاته نه ښکاري.

د سېنېټ د وسله والو ځواکونو قايمه کمېټۍ ته په اورونه کې د امریکې د دفاع محکمې پېنټاګون مرستيال وزير کولن کيل ویلي، القاعده او داعش دواړه په بهرنيو هېوادونو کې د عملياتو دپاره بډې وهي.

هغه ويلي، دوی ته په څرګند ډول مالوميږي چې داعش خراسان د شپږو نه تر 12 مياشتو پورې د خپل قوت سېوا کولو هڅې کوي، او القاعده چې خپل توان سېوا کوي کال دوه موده پکې لګېدی شي.

د پېنټاګون چارواکي ویلي، هغه نه ګڼي چې داعش دومره زوروره شوې ده څومره چې د خپل زور په وخت کې په عراق او شام کې وه، خو خبرداری يې ورکړی چې د دې ډلې د نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې د اندېښنې وړ دي.

هغه ويلي، په داعش کې څو زره کسان دي چې پکې څو په بهرنیو هېوادونو کې په بريدونو کې برخه اخستی شي، هغه زياته کړې دوی ته خبرداره کېدل پکار دي چې که د داعش کومه ذيلي ډله وسايل او توان ترلاسه نه کړي او په امریکا د بهر نه بريد وکړي.

د پېنټاګون د چارواکي د تازه څرګندونو نه وړاندې نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو هم دغه ډول اندېښنې څرګندې کړي دي.

امریکايي چارواکو دا اندېښنې په داسې حال کې شريکې کړي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او د اګست په وروستۍ په نېټه امریکا ويلي خپل ځواکونه يې د افغانستان نه وويستل.

XS
SM
MD
LG