لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو حکومت اؤ ترکمنستان په ټاپي پروژه زر تر زره په کار پیل کولو سلا شوي


دطالبان حکومت او ترکمنستان په ټاپي پروژه زر تر زره په کار پیل کولو سلا شوي اؤ دواړو خواؤ ژمنه کړې چې د ريل دپټلۍ جوړيدو او په دوؤ پړاونو کې د ترکمنستان او جوزجان او ترکمنستان ــ هرات پورې د ريل پټلۍ د جوړيدو چارې به هم زر پیل شي.

دطالبانو ویاند اؤ داطلاعاتو مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد خپل یو بیان کې ویلي دشنبې په ورځ په ارګ کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي رشید مردوف په مشرۍ کابل ته په سفر راغلي هیئت سره د اسلامي امارت د مشرانو له لوري مهمه غونډه ترسره شوې ده.

د ذبیح الله مجاهد له مخې په دې غونډه کې په اقتصادي، امنیتي، تجارتي او بشري مرستو خبرې اترې شوې دي اؤ دواړه خواې په دې سلا شوي چې د ټاپي په پروژه به له هر څه ژر کار پیل شي.

او همدارنګه د ريل پټلۍ د جوړيدو او په دوه استقامتونو کې د ترکمنستان او جوزجان او ترکمنستان ــ هرات پورې د ريل پټلۍ د جوړيدو ژمنه وشوه چې کار به يې ژر پيل شي.

ټاپي دګاز د١٨١٤ کلو ميټره اوږد نل یا پايپ خورولو هغه پروژه ده چې ددې نل سره به د ترکمانستان نه پاکستان او هند ته د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او نيمروز د ولايتونو له لارې ۳۳ کيوبک ميټره ګيس انتقاليږي.

دطالبانو ویاند وایي دترکمستان دحکومتي پلاوي سره دطالبانو دحکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې ترکمنستاني لوري ژمنه وکړه چې په دې اوسنيو سختو شرائطو کې به له افغانانو سره خپلو پراخه بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وایي دغه راز دترکمنستان پلاوي په سیاسي برخه کې هم افغانستان سره د خپلو همکاريو ژمنه وکړه.

هغه زیاته کړې چې ترکمنستان حکومتي پلاوي د افغانستان په استقلال تاکيد وکړو او هيله يې وښوده، چې نور هيوادونه بايد د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونکړي.

طالبانو په ۱۵ اګست دکابل نیولو نه وروسته افغانستان کې خپل حکومت اعلان کړی خو تر دې مهاله دنړۍ یو هیواد هم ددوئ حکومت په رسمیت نه دی منلی خو دنړۍ بیلابیلو هیوادونو افغانستان سره دبشري خواخوږۍ په اساس دمرستو ژمنې کړې دي.

امریکې هم د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې افغانستان ته به د ۱۴۴ میليونه ډالرو بشري مرستې ورکوي.

امریکې دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په افغانستان کې خلک د خوراک د کمي سره مخ دي او دپاسه پرې ژمی را روان دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په جګړه ځپلي افغانستان کې به د اندازې ترمخه د۴۰ میليونه ابادي څخه د نومبر د میاشتې نه به 22.8 ميلينونه خلک د خوراک د کمي سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG