لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا او اروپا به په G-20 کې د ایران پر اټومي پروګرام خبرې وکړي


واشنګټن - د امریکا ولسمشر جوبایډن به له اروپايي مشرانو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه په ایټالیا کې د جي شلو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د خالي یا شنبې په ماسپښین خبرې وکړي.

دغه خبرې وروسته له هاغې کېږي چې تهران د دې اونۍ په سر کې اعلان وکړ چې دوی تیار دی د نومبر له پای ته رسېدو څخه مخکې مذاکرات بیا پیل کړي.

بایډن، د برتانیې لومړی وزیر بورېس جانسن، د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون او د جرمني چانسلره انګېلا مرکل د یوې داسې موافقې هڅه کوي چې له مخې یې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته د ایران د بېرته ګرځېدو پر سر مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

امریکا غږ خبري وېب پاڼې د سپینه ماڼۍ له خولې لیکلي، یاد مشران به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خپلې اندېښنې سره شریکې کړي.

د امریکا تېر ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران له اټومي تړون څخه په ۲۰۱۸ کال کې وتلی وو. بایډن ویلي چې امریکا به له تړون سره هغه مهال بېرته یوځای شي کله چې تهران د اټومي وسلو د ودې په برخه کې د تړون پر ټولو محدودیتونو باندې عمل وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلېوان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ روم ته په سفر کې ملګرو خبریلانو ته وویل، د شنبې یا خالي د ورځې خبرې به "د تېرې ادارې د لید لوري پر خلاف وي، ځکه ایران د امریکا د تېرې ادارې او د اروپایانو ترمنځ تر ټولو له اختلاف څخه ډکه مسله وه."

هغه وویل، دلته به تاسو چانسلره مرکل، ولسمشر مکرون، لومړی وزیر جانسن او ولسمشر بایډن په دې مسلې باندې ټول په یو غږ وي.

بایډن به همدارنګه له ناټو متحدینو سره په لومړۍ لیدنه کې له افغانستان څخه په اګسټ کې د امریکایانو د جنجالي وتلو په اړه هم خبرې وکړي د کوم په ترڅ کې چې امریکايي سرتیري او له دوی سره کارکونکي افغانان په بیړني او ستونزمن حالت له افغانستان څخه ووتل.

څېړونکي وايي، داسې ښکاري چې د ناټو متحدین به پر بایډن باندې فشار راوړي چې د ایران په اړه همغږۍ کې کلکه ژمنتیا ولري کوم چې د دوی په باور دومره په افغانستان کې نه وه موجوده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی له افغانستان څخه د بیا وتلو د بهیر دبشپړې بیا کتنې او ارزونې حکم کړی.

کله چې امریکا غږ د بهرنیو چارو د ویاند له مرستیالې کېرېن جین پیرا څخه روم ته په لاره د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پوښتنه وشوه چې ایا له افغانستان څخه د تخلیې په اړه د بلکن لخوا د بیا کتنې اعلان خو به د بایدن د جي شل غونډې سفر سره کومه اړیکه نه لري نو هغې په ځواب کې وویل،

"زه به دا دواړه و نه نښلوم." او زیاته کړه، "زه په دې اړه نور څه د ویلو لپاره نه لرم."

تازه بندیزونه:

د جمعې په ورځ له G-20 غونډې څخه مخکې، د امریکا د خزانې وزارت د ایران د انقلابي ګارد په دوو جګ پوړو غړو او له دوی سره په تړلو کمپنیو باندې نوي بندیزونه ولګول.

دوی ویلي وو دغه کسان او کمپنۍ په عراق، لیبنان، یمن او ایتوپیا کې اورپکو ډلو ته مرګوني ډرون ورکوي.

په چاتم هاوز کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پروګرام مرستیالې سنم وکېل وايي، له دې بندیزونو سره بایډن دا ښکاره کوي چې د هغه اداره اوس هم په ایران باندې د فشار راوړلو جوګه دی.

هغه وايي، "د ایران لخوا د سیمې د بې ثباتۍ لپاره د سپانسرشېپ مسله اوس هم د بایډن په رادار کې ده."

ایران دغه سزاګانې په بشپړه توګه د مخالفت چلند بللی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ددغه وزارت په ویب پاڼه باندې لیکلي، "هغه حکومت چې له یوې خوا اټومي تړون ته د بېرته ګرځېدو اراده څرګندوي او بیا د ټرمپ د ادارې په څېر بندیزونو ته دوام ورکوي دا پیغام لري چې په باور پرې نشي کېدای.

پلان بي:

امریکا او اسرایلو خبرداری ورکړی که تهران له ښه نیت سره اټومي تړون ته و نه ګرځي نو دوی په پلان بي باندې هم غور کوي.

بلېنکن د اسرایلو له بهرنیو چارو وزیر یېر لېپېډ سره په واشنګټن کې د دې میاشتې په سر کې ویلي وو،‌ "وخت په لنډېدو."

هغه زیاته کړه وه، "مونږ تیار یو چې نورو لارو ته وګرځو که چېرې ایران بدل نشي او په دغو کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره سلا مشورې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG