لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسف پلان لري له طالبانو پرته افغان استادانو ته میاشتنۍ تنخاوې ورکړي


واشنګټن ـــ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف وایي پلان لري یو داسې سیسټم جوړ کړي چې د افغانستان د تعلیمي ادارو استادانو ته له طالبانو پرته په مخامخ توګه مالي مرسته ورسوي.

په افغانستان کې د تعلیم لپاره د یونیسیف مشره جینېټ ووګلر رایټرز خبري ایجنسۍ ته په لېږلي ایمېل کې ویلي "یونیسیف داسې یوه تګلاره جوړوي چې استادانو ته به د واکمنو چارواکو له مداخلې پرته په مخامخ توګه تنخاوې ورکول کېږي".

یونیسیف دا کار په داسې وخت کې کوي چې امریکې د افغانستان شاوخوا نهه نیم اربه ډالره کنګل کړې دي او له کبله یې د طالبانو حکومت د استادانو په ګډون ټولو سرکاري ملازمینو ته د تنخاوو په ورکولو کې له ستونځو سره مخ دی.

مېرمن ووګلر وایي،‌ یونیسیف د دې کار لپاره په تیارۍ اخته دی چې د افغانستان د ټولو ملکي ښوونځیو د استادانو رجسټرېشن پیل کړي. جینېټ ووګلر پر مرسته کوونکو هېوادونو ږغ کړی د افغانستان ماشومان دې یواځې نه پرېږدي:

"په افغانستان کې د نجونو له تعلیم سره د مرستې تر ټولو ښه لاره دا ده چې د هغوی له سکولونو او استادانو سره مرستې ته دوام ورکړل شي".

رایټرز خبري ایجنسۍ وایي د اګست له پینځلسمې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شوي د دې هېواد ملکي‌ ادارې خصوصاً د روغتیا او تعلیم ادارې له بحران سره مخ دي.

له تېرې شاوخوا یوه نیمې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د نجونو منځني او های سکولونه نه دي پرانیستل شوي. نړیواله ټولنه اندېښمنه ده چې کېدای شي طالبانو د تېر حکومت غوندې بیا د نجونو پر تعلیم بندیز ولګوي.

خو طالبانو ویلي ژر به د نجونو سکولونه بیرته پرانیزي. د طالبانو یوه چارواکي روانه اوونۍ رایټرز ته ویلي، ژر به یو "ښه زېری" ولرو چې د لوی عمر نجونې به بیرته خپلو ښوونځیو ته ستنې شي.

د افغانستان په تعلیم وزارت کې د بهرنیو پروګرامو او مرستو د څانګې مشر وحیدالله هاشمي وایي په دې اړه له یونیسیف او نورو نړیوالو سازمانونو سره کار کوي:

"موږ به یوې ښې حل لارې ته ورسېږو، موږ هره ورځ په دې اړه غونډې کوو، موږ اقتصادي ستونځې لرو ځکه خو له نړیوالې ټولنې، نړیوالو سازمانونو خصوصاً له هغو چې بیړنۍ مرستې کوي غواړو له موږ سره مرسته وکړي".

په تېرو دوو میاشتو کې په کابل کې لسګونو ښځینه فعالانو د خپلو حقونو لپاره احتجاج کړی، په دغو ښځو کې اکثره یې هغه وې چې په تېر حکومت کې یې د تعلیم په ګډون په بېلابېلو ادارو کې کار کاوه، دوی غوښتنه کوي چې بیرته دې د کار اجازه ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر هېوادونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له افغانستان سره د خوراکي موادو، دارو درملو او د ورځني ژوند د اړتیا وړ شیانو مرسته کړې خو دا لومړی ځل دی چې یونیسیف افغان استادانو ته د میاشتنۍ تنخاوو ورکولو اعلان کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG