لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې پټرول نور 8 روپۍ 3 پېسې ګران کړی شو


په پاکستان کې د پټرولو بيې نورې لوړې کړی شوي او په يو ليټر پټرولو کې اته روپۍ درې پېسې سېوا کړی شوي دي. په ملک کې پټرول په داسې حال کې ګران کړی شوي چې دوه ورځې وړاندې وزیراعظم عمران خان ویلي وو، په ملک کې به تيل نور ګرانولی شي.

د پټرولو په يو ليټر کې د اته روپو او درې پېسو سېوا کېدو سره د پټرولو د يو ليټر قيمت 145 روپو او 82 پېسو ته رسېدلی دی.

هايي سپيډ ډيزل اته روپۍ 14 پېسې سېوا کړی شوي او نوې بيه يې 142 روپو 62 پېسو ته رسېدلې، د خاورو تېل شپږ روپۍ 27 پېسې سېوا کړی شوي او نوی قيمت يې 116 روپۍ 53 ته رسېدلی دی.

لايټ ډيزل پينځه روپۍ 72 پېسې ګران کړی شوي او د يو ليټر قيمت 114روپۍ اووه پېسو ته ختلی دی.

د تحریک انصاف د حکومت د خزانې ډويژن څخه په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي چې د تيلو نوی قيمت به نن د جمعې د ورځې (5 نومبر) نه عملي وي.

په اعلاميه کې ويل شوي د تيلو او ګېس د قيمتونو د ټاکلو يا څار ادارې اوګرا سپارښتنه کړې وه چې د تيلو قيمتونه دې نور سېوا کړی شي خو ويل شوي د تيلو قيمتونه ډېر نه دي سېوا کړی شوي.

په درېم نومبر د پاکستان وزيراعظم عمران خان قوم ته په وېنا کې ويلي وو، په نړيواله منډۍ کې د تيلو د قيمتونو سېوا کېدو له امله په ملک کې تيل ګران کړی شوي دي.

عمران خان زياته کړې وه چې که حکومت د تیلو قيمتونه نه سېوا کوي نو غېر ملکي خساره به سېوا کيږي چرته چې د سود په برخه کې د پېسو ورکولو له امله ملک د وړاندې نه د خسارې سره مخ دی.

هغه ويلي وو، اوس حکومت د تیلو قيمتونه سېوا کوي، کنه د ملک خساره به نوره سېوا کيږي او خبرداری يې ورکړی وو چې په راتلونکو ورځو کې به د تيلو قيمتونه نور سېوا کولی شي.

په پاکستان کې د تيلو تازه قيمتونه نزدې 20 ورځې وروسته سېوا کړی شوي دي.

له دې وړاندې په 16 اکتوبر د يو ليټر پټرولو قيمت 10 روپۍ او 49 پېسې ګران کړی شوی چې ورسره د يو ليټر پټرولو قيمت 137 روپۍ او 79 پېسو ته رسېدلی وو.

اقتصاد پوهان وايي په ملک کې چې د تيلو بيې سېوا کيږي د نورو ټولو څيزونو قيمتونه ورسره زياتيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG