لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان نوی وزیراعلی وایي له «مرورو بلوڅانو» سره به خبرې کوي


واشنګټن ـــ د بلوچستان صوبې د تېرو واکمنو غوندې نوی وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو هم وایي، له خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو سره په اړیکه کې دي او ژر به له هغوی سره خبرې اترې پیل کړي.

عبدالقدوس بزنجو له بلوچستان عوامي پارټۍ سره تړاو لري او پرون یې په کوټه کې له مرکزي وزیر اسد عمر سره ګډې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې غواړي له "مرورو بلوڅانو" سره خبرې وکړي:

"زموږ ټول دوستان چې له موږه مرور دي او په بهرنیو ملکونو کې دي له هغوی ټولو سره په رابطه کې یو، د بلوچستان له لویو شخصیتونو سره به دوی ته ورځو او له هغوی سره به بیرته وطن ته را ستنېږو".

په بهرنیو هېوادونو کې د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو مشرانو تر اوسه د عبدالقدوس بزنجو د اعلان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم له هغوی سره د اړیکو په اړه څه ویل شوي خو تر دې وړاندې یې د نورو حکومتونو دا ډول اعلانونه رد کړي او ویلي یې دي چې ملکي حکومتونه له دوی سره د خبرو اترو "واک نه لري".

د پاکستان د منصوبه بندۍ مرکزي وزیر اسد عمر خبري غونډې ته ویلي، وړمه ورځ یې هم له شاه زین بګټي سره خبرې شوې دي او وایي عمران خان هم غواړي چې له جلاوطنه بلوڅانو سره خبرې د وزیراعلی بزنجو په مشرۍ پر مخ بوځي.

شاه زین بګټی د وژل شوي بلوڅ ملتپال مشر نواب اکبر بګټي لمسی او په قومي اسمبلۍ کې د جمهوري وطن ګوند غړی دی. وزیراعظم عمران خان څو میاشتې مخکې هغه د بلوچستان د چارو لپاره خپل ځانګړی سلاکار ټاکلی وو.

سیاسي څېړونکي وایي په تېرو کلونو کې پیپلز ګوند او ملتپال نېشنل ګوند هم خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو سره د خبرو اعلانونه کړي خو وایي له هغوی سره په خبرو نه دي بریالي شوي.

بلوڅ سياسي ګوندونو او مشرانو تل ويلي چې اسلام آباد او پوځي مشرانو تل له بلوچستان سره نا انصافي کړې، دوی وايي د بلوچستان پر شتمنيو د بلوچستان د خلکو اختيار نه دی او تور پورې کوي چې د بلوڅو له پوښتنې او خوښۍ پرته د بلوچستان ټول وسايل لوټل کېږي، خو د پاکستان مرکزي حکومتونو او پوځي مشرانو په ډېر واره دغه تورونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG