لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: د يو تن مړی موندل شوی، سر ترې غوڅ وو


شمالي وزيرستان:

په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د یو تن مړی په داسې حال کې موندل شوی چې سر ترې غوڅ کړی شوی دی.

د میران شاه پولیسو تاڼې مشر یا اېس ایچ او عزیز الله وي او ای ډیوه ته تاید کړه چې د دغه تن مړی د ميران شاه په همزوني سيمه کې ترلاسه شوی دی.

همزوني د ضلعي مرکز میران شاه سره نزدې درې کلو میټره لرې سوېل لوېدیز سيمه ده او د ضرب عضب عملیاتو په مهال دا سیمه د وسله والو نه پاکه ګرځول شوې وه.

هغه وویل د دغه تن چې د پوخ عمر سپین ږیری دی، د میرانشاه روغتون ته راوړول شوی خو تر اوسه يې پېژندګلو نه ده شوې.

د هغه په وينا د دې پېښې مقدمه د نامعلومه کسانو په ضد درج کړی شوې او پلټنې پېل شوې دي.

په کال 2014 کې په دې سيمه کې د وسله والو په ضد عمليات پېل شوي وو او د چارواکو له خوا دغه سيمې پاکې ګرځول شوې دي خو بيا هم د سيمې نه د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه مخې ته راځي.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو د غورځنګ یوت اف وزیرستان په نوم غېردولتي سازمان د شمېرو تر مخه سږکال نزدې 60 کسان د هدفي وژنو په پېښو کې وژل شوي چې پکې پينځه ښځې هم شاملې دي او د ضرب عضب عملياتو وروستو تر دې دمه د 400 نه زیات کسان د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

شمالي وزیرستان کې یوازې د اکتوبر میاشت کې په امنیتي سرتېرو نهه بریدونه شوي چې پکې یو پولیس او12 د پوځ او ملېشې عسکر وژل شوي دي.

بل اړخ ته د زياترو بریدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

په پاکستاني ځواکونو دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې په 15م اګست طالبانو افغانستان نیولی دی او د پاکستاني چارواکو ترمخه د تحريک طالبان پاکستان او پاکستاني چارواکو ترمنځه خبرې روانې دي.

د ضرب عضب له امله نزدې یو لک کورنۍ بې کوره شوې خو د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم ای وايي دوي سره د شمالي وزیرستان 15200 بې کوره کورنۍ دي او نورې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته واپس تللي دي.

XS
SM
MD
LG