لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند روانه اوونۍ د افغانستان پر حالاتو غونډه کوي خو پاکستان پکې ګډون نه کوي


واشنګټن ـــ د هندوستان د ملي امنیت اداره د نومبر پر 10مه نېټه د افغانستان د امنیتي حالاتو په اړه د لوړې کچې یوه غونډه کوي چې طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او پاکستان پکې له برخې اخیستو انکار کړی دی.

هندي رسنۍ وایي دا غونډه د افغانستان د حالاتو په اړه د سیمې د هېوادونو پراخې او زیاتېدونکې اندېښنې او لېوالتیا ښکاره کوي چې له یو بل سره سلا مشورې او همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان، چین، روس، ایران او د منځنۍ اېشیا پینځو واړو هېوادونو قزاقستان، تاجکستان، کرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان ته په تېره اکتوبر میاشت کې بلنې ورکړل شوې دي.

رسنۍ وایي روس، ایران او د منځنۍ اېشیا هېوادونو تایید کړې ده چې په دې غونډه کې ګډون کوي، خو وایي چین لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او پاکستان پکې برخه نه اخلي.

هندي رسنۍ وایي‌ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ ویلي وو د هند د ملي امنیت د سلاکار اجیت ډووال په بلنه را بلل شوې غونډه کې ګډون نه کوي. معیت یوسف ویلي‌ وو:

"زه نه ورځم، ورانکاری د امن راوستونکی نه شي کېدای".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې خو دوی هیله څرګنده کړې چې دا ډول غونډې به یې د هېواد له خلکو سره مرسته وکړي.

طلوع نیوز د طالبانو د مرستیال ویاند بلال کریمي‌ له خولې لیکلي، په دې غونډه کې باید د افغانانو حقونه باوري کړل شي او د افغانستان د کنګل شوې شتمنې په اړه ږغ اوچت کړل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په غونډه کې په ګډون نه کولو سره د پاکستان پرېکړه خواشینوونکې بللې ده خو وایي‌ دا څه د حیرانتیا خبره هم نه ده، وایي دا د پاکستان نظر وړاندې کوي چې افغانستان تر خپل لاس لاندې ګڼي.

د هند د خارجه وزارت سرچینو ویلي په نوي ډیلي کې د راتلونکې غونډې په اړه د ګاونډیو هېوادونو هڅوونکي غبرګونونه دا ښیي چې په افغانستان کې د امنیت او ارامۍ په برخه کې د هندوستان رول څومره ارزښتمن دی.

دا د افغانستان د امنیت په اړه د سیمه ییزو هېوادونو درېیمه غونډه ده. تر دې مخکې په ایران کې د 2018م کال په ستمبر او د 2019م کال په دسمبر کې شوې وې. درېیمه غونډه په تېر 2020 م کال کې په هند کې پلان شوې وه خو د کورونا وایرس د بندیزونو له کبله ځنډیلې وه.

د یادونې وړ ده چې روس هم تېره میاشت د افغانستان په اړه یو ځانګړی کانفرنس را بللی وو، چې د طالبانو د استازو په ګډون د هندوستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اېشیا د هېوادونو استازو پکې ګډون کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG