لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جلال اباد: په چاودنو کې درې کسان وژل شوي


د پاکستان سره په پوله پرتې د افغانستان ختيځې صوبې ننګرهار کې دوه چاودنې شوي او لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي دي.

د افغان رسنيو ترمخه دغه چاودنې د اتوار/ يکشنبې په ورځ (اووم نومبر) په جلال اباد ښار کې شوي دي.

د راپورونو ترمخه چاودنې د سړک غاړې ښخ ماينونو د لارې شوي دي.

ځينې راپورونه وايي يوه چاودنه په ګاډي شوې ده. د پېښې عينې شاهدينو په چاودنو کې د درې کسانو وژل کېده تاييد کړي دي.

ویل شوي د چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

طالب چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په سمدستي ډول د چاودنو زمه واري هم چا نه ده منلې.

تيره اوونۍ هم په جلال اباد کې د يو خبريال په ګډون څلور تنه په ډزو وژل شوي وو. ويل شوي وو په دغو وژل شوو کسانو کې دوه طالبان هم وو.

په افغانستان کې په 15 اګست د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته داعش ډلې په دغه هېواد کې بريدونه سېوا کړي دي.

په افغانستان کې بريدونه او چاودنې په داسې حال کې کيږي چې واکمن طالبان دعوه کوي چې د داعش ډېر وسله وال ته تسليم شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG