لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه تر یو فیصدي هم په ښکته تللې ده


پاکستان کې دکرونا دپیل څخه راپخوا په وړومبي ځل د کرونا دمثبتو پېښو کچه 0.94 ته غورځېدلې ده اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یوشواروز کې ددغه هیواد دننه د کرونا وایرس یوازې ۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

تر دې وړاندې په دغه هیواد کې داسې ورځې هم لیدل شوي چې په یو شوارزو کې به پکې تر پینځوؤ زرو زیاتې دکرونا وایرس مثبتې پېښې مخې ته راتللې .

د کرونا دمخنیوي دچارو دسرکاري ادارې ترمخه په تیرو څلېریشتو ساعتو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۱۱ کسان د کرونا وایرس له امله مړه شوي دي.

تر دې مهاله په دې وبا پاکستان کې ټول 28558 کسان مړه شوي اؤ 12 لکه 77 زره اؤ 560 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی .

خو شمیرې وایي چې په دې ناروغانو کې هم 12لکه 26 اؤ 157 بیرته روغ شوي دي.

پېښور کې د سینې د رنځونو وتلی ډاکټر جان عالم علي زئ وایي هرڅو که اوس دکرونا زور په نړیواله کچه ناست دی خو دا وایرس له په بشپړ ډول ختم شوي نه دي اؤ اوس به هم خلکو ته د اختیاط نه کار اخستل وي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د کرونا دمثبتو پېښو په کچه کې دکمي تر ټولو ستر علت دادی چې یو خو پاکستان اؤ نوره نړۍ کې زیاتره خلکو ددې وبا نه دځان ژغورنې دپاره ویکسین ولګول اؤ بل خلکو ایس او پیز یا سپارښتنې هم عملي کړې.

هغه وایي که چرې حکومت بندیزونه نه وؤ پځائ کړي یا خلکو احتیاط نه ؤ کړی نو نن به هم دا وایرس په چټکتیا سره خوریدل.

خو نوموړی ډاکټر وایي چې تر اوسه لا ددې وایرس وجود موجود دی اؤ دا چې اوس هم د ورځې هسپتالونو ته په سوؤنو کسان راوړل کیږي دا ښایي چې باید مونږ اوس هم ددې وایرس په وړاندې داحتیاط لمن پرې نه ږدو.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG