لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دارمي پبلک اسکول قضیه کې وزیراعظم عمران خان محکمې ته وړاندې شوی


دپېښور په ارمي پبلک اسکول کال ۲۰۱۴م کې د شوې ترهګریز برید په قضیه کې دچهارشنبې په ورځ وزیراعظم عمران خان محکمې ته وړاندې شوی دی.

په دغه برید کې دشلګونو ماشومانو په ګډون ۱۴۸کسان وژل شوي وؤ ، دمحکمې مشر قاضي په اوریدنه کې پوښتنه کړې ده چې ایا دهغه وخت دپوځ دسرلښکر اؤ نورو چارواکو په ضد مقدمه درج شوې ده؟

د وژل شوؤ ماشومانو میندېواؤ پلرونو په تیره اوریدنه کې غوښتنه کړې وه چې دغه برید دخرابو امنیتي تدابیرو له امله شوی ځکه نو په اندروني توګه چې چا دترهګرو سره برید کې مرسته کړې ده هغه دې دقانون منګولو ته راکش کړل شي

پاکستاني رسنۍ وایي کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په ارمي پبلک سکول دشوي ترهګریز برید قضیه کې دهیواد وزیراعظم عمران خان نن دچهارشنبې په ورځ سترې محکمې ته وربلل شوی دی.

د رسنیو له مخې په ارمي پبلک اسکول دشوي ترهګریز برید دقضیې څېړنه نن دچهارشنبې په ورځ دسپریم کورټ دمشر قاضي ګلزار احمد په مشرۍ دمحکمې درې قاضیان کوي اؤ محکمې هم په نن ورځ کې وزیراعظم عمران خان په دې اوریدنه کې عدالت ته بللی دی.

ایکسپریس خبري خپل رپورټ کې وایي د قضیې اوریدنې په مهال دسترې محکمې مشر قاضي ګلزار احمد پوښتنه کړې ده چې ایا دې قضیه کې دپوځ دپخواني سرلښکر اؤ نورو مسولینو په ضد مقدمه درج شوې ده؟

ستر څارنوال محکمې ته ویلي چې دپېښې کومې پلټنې شوي دهغې رپورټ کې د پوځ دپخواني سرلښکر اؤ داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي دمشر په ضد هیڅ نه دي موندل شوي.

مشر قاضي ویلي چې ماشومان په اسکولونو کې وژنو ته نه شي پرېښودل کیدای ،دڅوکیدارانو اؤ سپاهیانو په ضد کاروایي شوې ده خو پکار ده چې دا کارروایي دبره نه پیل کړل شوې وای

قاضي اعجاز الحسن ویلي ادارو ته باید دا معلومه وه چې په قبایلي سیمو کې کوم عملیات کیږي ددې غبرګون به هم مخې ته راځی اؤ تر ټولو اسان هدف په دغه مهال داسکول ماشومان وؤ.

هغه ویلي دا ممکنه نه ده چې ترهګرو ته دې د دننه نه مرستې نه وي ورکړل شوي.

په اوریدنه کې دپاکستاني طالبانو اؤ حکومت ترمنځ د روانو خبرو یادؤنه هم شوې ده اؤ قاضي امین پوښتنه راولاړه کړې ده چې ایا اصل ملزمانو ته رسیدل اؤ دهغوئ نیول د ریاست کار نه دی،

هغه ویلي داسې اطلاعات شته چې چې ریاست د کومې ډلې سره په مذاکراتو بوخت دی.

د اوریدنې په مهال چې مشر قاضي له څارنوال وپوښتل ایا وزیراعظم ددې قضیې په اړوند دعدالت امر لوستی دی ؟ نو هغه ته وویل شول چې وزیراعظم ته دغه امر نه دی رسول شوی.

مشر قاضي امر وکړو چې وزیراعظم باید محکمې ته راوبلل شي ترڅو عدالت ورسره پخپله خبره وکړي

رپورټ کې ویل شوي چې سترڅارنوال یا اټارني جنرل جاوید خان په دې قضیه کې دریځ خپل کړی کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په ارمي پبلک اسکول دشوي برید له امله دلوړپوړو چارواکو په ضد هیڅ رقم مقدمه نه شي درج کیدای.

په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې دترهګرو لخوا په یاد اسکول شوي دې خونړي برید کې لږ تر لږه ا۴۸ کسان وژل شوي وؤ چې زیات شمیر پکې ددغه اسکول دماشومانو ؤ.

دبرید پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه چاسره چې اوس دپاکستان حکومت دسولې مذاکرات پیل کړي اؤ دیوې میاشتې د ډزبندۍ تړون یې ورسره هم کړی دی.

دپاکستان حکومت وایي که چرې دپاکستاني طالبانو دتحریک اړوند وسله وال خپلې وسلې وغورځوي اؤ دپاکستان ایین منلو ته غاړه کښیږدي نو حکومت ورته په بخښنې ورکولو غور کولی شي.

خو په دغه برید کې د وژل شوؤ ماشومانو دیووالي دسازمان مشر فضل خان ایډوکیټ وي او ای ته ویلي چې هغوئ دخپلو اولادونو قاتلانو سره دهیڅ رقم حکومتي تړون منلو ته تیار نه دي.

فضل خان ایډوکیټ وایي نن هم د وژل شوؤ ماشومانو میندې اؤ پلرونه په ویر اخته دي ځکه چې نه تراوسه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو وینو سره انصاف وکړل شو اؤ نه ددې برید ترشا اصل کردارونه مخې ته راوړل شول

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG