لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملاله یوسفزئ خاوند عصر ملک څوک اؤ دکوم ځائ دی؟


دامن دنړیوالې نوبیل جائزې ګټونکې پښتنې مبارزې ملاله یوسفزئ دنهې په ماسخوتن په ټویټر یو ناساپه دخپل واده په اعلان کولو سره ډیر خلک حیران کړي اؤ ددغه واده په هکله ټولنیزو رسنیو کې هم بحثونه تاوده دي.

ملالې یوسفزئ په ټویټر دخپل ژوند دملګري سره اخستل شوي څو عکسونه هم خپاره کړي اؤ دهغه پیژندګلو یې یوازې دعصر په نوم کړې ده خو اوس دډیرو خلکو دې ته تلوار دی چې دملالې میړه وپیژني چې څوک دی اؤ دکوم هیواد یا قام سره تړاؤ لري؟

د چهارشنبې په ورځ ګڼ شمیر رسنیو کې دملاله یوسفزئ د ژوند دنوي ملګري په اړه معلومات خپاره کړل شوي چې دهغه تعلق دپاکستان دپنجاب صوبې د سرښار لاهور سره دی اؤ په خټه پنجابی دی.

ایکسپریس رسنۍ د یوې سیمه ییزې رسنۍ له قوله لیکلي چې دعصرملک سره دملالې یوسفزئ وړومبۍ لیدنه دوه کاله دمخه شوې وه اؤ دهغې راپدیخوا دوئ دواړه دیو بل ښه ملګري شوي وؤ.

عصر ملک دا مهال دپاکستان کرکټ بورډ کې د غوره کارکردګۍ دڅانګې دجنرل منیجر په توګه ذمه وارۍ ترسره کوي.

دبرتانوي خبري اژانس بي بي سي اردو له مخې هغه دلاهور دایچي سن کالج اؤ بیا دلاهور دمنیجمنټ اؤ ساینسز پوهنتون(لمز) څخه زده کړې کړې دي اؤ په پاکستان کرکټ بورډ کې له ملازمت وړاندې یې دپاکستان سپرلیګ دیوې لوبډلې ملتان سطانز سره هم دنده ترسره کړې ده.

د رسنیو نه دترلاسه شوؤ معلوماتو په اساس عصر ملک نزدې شپاړس میاشتې دمخه دپاکستان کرکټ بورډ سره دمنیجر په توګه دنده پیل کړه اؤ ډیر زر یې بیا دجنرل منیجر په منصب ترقي وشوه.

ملالې یوسفزئ هم پخپلو زیاترو مرکو کې دکرکټ لوبې کې خپله خوښي ښکاره کړې ده اؤ په تیرو وختونو کې یې په رسنیو داسې عکسونه هم خپاره شوي چې دخپلې کورنۍ دغړو سره دکرکټ لوبه کوي.

څلورویشت کلنه ملاله یوسفزۍ د جینکو دپاره د تعلیم ملاتړې ده چې په پنځلس کلنۍ کې طالبانو په سوات کې وېشتلې وه خو د هغې حملې نه ژوندۍ پاته شوه.

د نړۍ په ډېرو ملکونو کې، په خاص ډول مغربي هېوادونو کې، د ملاله یوسفزۍ زیات قدر کیږي، ځکه د جینکو او ښځو د حقونو او تعلیم په برخه کې یې ډېره مبارزه کړې ده.

همدا سږکال د جولای په میاشت کې ملالې یوسفزۍ د برطانیې ووګ مجلې ته ویلي و، هغه یقیني نده چې کله هم واده ته زړه ښه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: د پي ټي اېم یوه غوښتنه هم داسې نه ده چې پوره نه کړی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG